فلمونو ته له مجبورۍ سندرې وايم: عمران سواتی
![فلمونو ته له مجبورۍ سندرې وايم: عمران سواتی](https://gdb.rferl.org/307D628F-3B6C-433B-BA7E-4F97FCAECD82_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او يو شمېر سندرې يې پر انترنېټ خپرې کړې دي. سواتی د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې وايي خو له دغه کاره ډېر خوښ نه دی. د ده په خبره، د فلمي سندرو شعر او د هغو وېډيوګانې اکثره معياري نه وي. د سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.