اوکراین: روسي هککرانو د سمندري ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی
![اوکراین: روسي هککرانو د سمندري ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی](https://gdb.rferl.org/0FB79595-CF7D-4BBD-91D4-0B2424AFD8FD_w800_h450.jpg)
د اوکراین دفاع وزارت وایي چې د روسي حکومت اړوند هککرانو د اوکراین د سمندري ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی دی او په تور سمندرګي کې یې د روانو ګډو تمریناتو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.
د اوکراین دفاع وزارت پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه) په یوه بیان کې وویل، د کرملین د پروپاګندې ټول ماشین په دې برید کې شامل دی چې غلط اسناد او جعلي خبرونه یې د روانو سمندري پوځي تمریناتو په اړه خپاره کړي دي.
په دې تمریناتو کې دوه دیرش هېوادونو برخه اخیستې ده.
د اوکراین دفاع وزارت زیاتوي چې دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې او په لنډ راتلونکې کې به د سمندري ځواکونو د وېبپاڼې دا مشکل حل شي.
اوکراین بیا-بیا روسیه په دا ډول سایبري بریدونو تورنوي خو مسکو تل دا تورونه رد کړي دي.