د بنګله دېش یوه فابریکه کې اورلګېدنې ۴۹ کسان وژلي
![د بنګله دېش یوه فابریکه کې اورلګېدنې ۴۹ کسان وژلي](https://gdb.rferl.org/decbbed6-f5ba-455c-b5e4-2e705fcc93f4_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکه بهر د څښاک د تولید په یوه فابریکه کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۴۹ کسان مړه کړي دي.
د ژغورنې عملیات پرمخ روان دي او اټکل دا دی چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي.
د هاشم د څښاک او خوړو د تولیداتو په پنځه منزله فابریکه کې دغه اور پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۱۷مه) ناوخته پیل شو.
دا لا معلومه نه ده چې د اورلګېدو په وخت کې څو کارکوونکي په فابریکه کې وو؟