د مصر استېناف محکمې د اخوانالمسلمین ۱۰ غړو ته د عمري بند سزا ملاتړ وکړ
د مصر استېناف محکمې د ممنوعه ګوند اخوانالمسلمین ۱۰ غړو ته د ۲۰۱۱م کال د انقلاب پر مهال د زندان د ماتولو او د پولیسو د وژنې له کبله د عمري بند د سزا ملاتړ وکړ.
په هغو کسانو کې چې پرون دغه حکمیې په باب صادر شو د اخوانالمسلمین مخکښ لارښود محمد بدیعي هم شامل دی.
په اصل کې دغو ۱۰ کسانو ته په ۲۰۱۹م کال کې د عمري بند سزا چې په مصر کې ۲۵ کلن بند دی، اورول شوې وه.
دوی د ۲۰۱۱م کال د انقلاب پر مهال چې له واک څخه د دیکتاتور حسني مبارک د راپرځولو سبب شو، د تاوتریخوالي له کبله په ۱۵ کلن بند محکوم شول.
د محکمې دا حکم نهايي دی او محکوم شوي کسان د استېناف غوښتنه نهشي کولای.