پېښور کې د مرمرو د کارخانو مالکانو مظاهره کړې
![پېښور کې د مرمرو د کارخانو مالکانو مظاهره کړې](https://gdb.rferl.org/6c11d5a1-dc60-4ade-8b71-65bfd5b47034_tv_w800_h450.jpg)
په پېښور کې د مرمرو د کارخانو مالکانو او کارکوونکو د بجلۍ لوډشېډېنګ (پارچاو) ضد مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۲مه د مظاهرو پر وخت مشال راډیو ته وویل، د برېښنا د تولید او وېش له ادارو د کارخانو لپاره د بجلۍ د جلا نظام غوښتنه کړې چې تر اوسه نه ده پوره شوې. د پاکستان د اوبو او انرژۍ اداره (واپډا) وايي، د ګرمۍ له وجې د برېښنا زیات استعمال له وجې د بجلۍ د شاوخوا ۸،۰۰۰ مېګاواټه کمی پیدا شوی چې ژر به یې پوره کړي. ویډیويي رپورټ.