د ننګرهار ښځو د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ اعلان کړ
ښځو د جولای پر ۱۵مه پر داسې مهال غونډه کړې چې له یوې خوا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړو زور اخیستې خو بل لوري ته د قطر پلازمینه کې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هم د خلکو هيلې پیدا شوي دي.