اردغان: طالبان بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره وکړي
![اردغان: طالبان بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره وکړي](https://gdb.rferl.org/21266e82-ba0f-4572-9ea9-b8c6a1963468_tv_w800_h450.jpg)
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې طالبان د ترکيې له لورې د کابل هوايي ډګر مدیریت په تړاو انديښنه لري خو انقره به له دې ډلې سره خبرې وکړي او طالبان ''بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره'' وکړي.
اردغان دا خبرې د سې شنبې په ورځ شمالي قبرس ته د سفر پر مهال وکړې.
د ترکيې ولسمشر همداراز وويل که چيرې متحده ايالات ترې مالي، لوژیستیکي او سياسي ملاتړ وکړي هيواد به يې د کابل هوايي ډګر مدیریت په اړه فکر وکړي.
له دې وړاندې طالبانو ويلي وو چې د کابل په هوايي ډګر کې د ترکي ځواکونو شتون به د ''اشغال دوام'' په مانا وي.