د تونس ولسمشر د دغه هېواد صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ
![د تونس ولسمشر د دغه هېواد صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ](https://gdb.rferl.org/C94A908A-A15F-4838-AEF1-68EC71E5B184_w800_h450.jpg)
د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار، کودتا بللې ده.
د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د نوي صدراعظم په مرسته به خپل اجرائیه صلاحیت ته دوام ورکوي.
تر دې اقدام څو ساعته مخکې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې مظاهرهچیانو د حکومت د استعفا او د پارلمان د منحلېدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر سعید ویلي، د ده د اقداماتو هدف د تونس خوندیتوب او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوی دفاع ده.
په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران، انفلاسیون او په کرونا ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله پر حکومت د خلکو غوسه زیاته شوې ده.