د عراق صدراعظم له جو بایډن سره د ټولو امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کوي
د عراق صدراعظم مصطفیالکاظمي به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په کتنه کې له عراقه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه خبرې وکړي.
مصطفیالکاظمي به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.
که څه هم متحده ایالات او ایران د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې په مسئله کې ګډ دریځ لري، خو الکاظمي په کور دننه د ایران پلویو ډلو لهخوا تر جدي فشار لاندې دی څو په عراق کې د دېره دوهنیم زره امریکايي سرتېرو د وتلو غوښتنه وکړي.
شیعه افراطي ډلې چې د حشدالشعبي د وسلهوالې ډلې تر سیوري لاندې فعالیت کوي تورنې دي چې په تېر یوه کال کې یې، په عراق کې د امریکا پر ګټو لږترلږه ۵۰ راکټي حملې کړې دي.
عراقي څېړونکي سجاد جیاد فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي دي چې که له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په څېر کوم مهم اعلان ونهشي، نو دا وېره شته چې د ایران پلوې ډلې خپلو حملو ته زور ورکړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین چې له څو ورځو راهیسې په واشنګټن کې دی، عراقي رسنیو ته ډاډ ورکړی چې د امریکا او عراق د مشرانو په غونډه کې به له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش موافقه وشي، خو امریکايي رسنیو بیا یوازې د امریکا د پوځي مأموریت د نوم د بدلون خبر ورکړی دی.
د شیکاګو پوهنتون د پیرسن انستیتوت څېړونکی رمزي مردیني په دې باور دی چې د عراق په برخه کې به د امریکا په دریځ کې کوم مهم بدلون رانهشي. نوموړی وايي د امریکا او عراق د مشرانو لیدنه یوازې پر صدراعظم الکاظمي د کورنیو فشارونو د کمولو په هدف یو اقدام دی ځکه د ښاغلي مردیني په وینا له عراقه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه به د ولسمشر جو بایډن لپاره یو لوی سیاسي تاوان وي.
مردیني زیاتوي، په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړې په عراق کې ډېر ناوړه اثرات پر ځای پرېښودل، هلته داعش ډله جوړه شوه او په ډېرې چټکۍ سرهیې د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د عراق حکومت، اوس نهیوازې له امنیتي ستونزو، بلکې د برېښنا له بېساري کمښت، پراخ اداري فساد، له وژونکو فعالیتونو سره چې ایران پلوې ډلې پرې تورنې دي، د کرونا له وبا او د تېلو د عوایدو د کمښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او صدراعظم الکاظمي باید واشنګټن ته د سفر پر مهال داسې کارونه وکړي چې له دې ستونزو څخه د خلکو پاملرنه بلې خوا ته واړوي.