مشهور افغان سندرغاړی ایوب استاد مړ شو
![مشهور افغان سندرغاړی ایوب استاد مړ شو](https://gdb.rferl.org/917fcc7f-1c74-4ebe-8c1d-68bf99f85fc2_w800_h450.jpg)
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشهور سندرغاړي ایوب استاد د مړینې خبر ورکوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې ایوب استاد له څو کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و چې نن یې د ژوند پور اداء او له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلي خوګیاڼي که څه هم د جنازې او خاورو ته د سپارولو دقیق وخت او ځای ونه ښود، خو په خبره یې، د ایوب استاد د کورنۍ له غړو سره په همغږۍ به د جنازې او خاورو ته د سپارلو پرېکړه وکړي.
ایوب استاد چې شااوخوا ۹ لسیزې عمر درلود، له تېرو شااوخوا یوې لسېزې راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و چې له دوو کالو راهیسې یې د لیدو، غږېدو او په خپل ځواک د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی و.
ایوب چې خلک ورته له ډېرې مینې ایوب استاد وایي، دوه لوڼې لري چې په کوزه پښتونخوا کې اوسې، خپله یې په ۱۳ کلنۍ کې هنر ته مخه کړه او له سندرو ویلو سره د بې کچې مینې په برکت د ښه نوم او شهرت خاوند او د لسګونو شاګردانو روزونکی و.