ناټو: افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونو سره مخ دی او باید پر خبرې وشي
![ناټو: افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونو سره مخ دی او باید پر خبرې وشي](https://gdb.rferl.org/4C1C09B0-6C96-4C36-80AA-89E23B0C3DF8_w800_h450.jpg)
د ناټو سرمنشي وايي چې له افغان ولسمشر سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او ناټو به له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ او له دې هېواده بهر د افغان ځواکونو د پوځي زده کړو ته دوام ورکوي.
ینس سټولټنبرګ په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ دی او باید په دې اړه خبرې وشي.
د تېرې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د دو اړخیزو همکاریو د دوام په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.
بل خوا په داسې حال کې، چې د افغانستان په جګړه کې په ملي او نړیواله کچه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په جګړه کې ملکیانو ژوند ورته مهم دی.
دی وايي: "له لاسه وتلیو سیمو د بېرته نیولو، د ستراتیژیکو سیمو او د ولایتونو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره عملیات روان دي، د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه کوو، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیموې راکمېږي، په ډېر احتیاط سره زموږ عملیات اجرا کېږي چې له یوې خوا دښمن ته زیان واوړي او له بلې خوا د ملکیانو ژوند خوندي شي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د دې مرګ ژوبلې ډېر مسوولیت چې ۶۴ سلنه کېږي د حکومت مخالفو وسله والو ته ورګرځي چې طالبان، غير مسوول وسله وال او داعش په ترتيب د دې تلفاتو مسوول ګڼل شوي.
خو طالبانو دغه راپور یو اړخیز بللی او هغه یې رد کړی.
د یوناما په راپور کې همدا راز ویل شوي چې ۲۳ سلنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د ملکي تلفاتو عاملین دي.
په ورته وخت کې دفاع وزارت په اعلامیه کې ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ طالبان وژل شوي، ۱۱۲ ټپيان او ۲ نور نیول شوي دي.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري تېره ورځ ویلي و چې له سقوط شوېو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې.
طالبانو ادعا کړې چې له ۱۹۰ زیاتې ولسوالۍ نیولې، خو حکومت وايي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه یې بل ځای ته انتقال کړي، د امریکا دفاع وزارت هم روانه اوونۍ ویلي چې له نیمايي زیاتو ولسوالیو کې د طالبانو نفوذ پراخ شوی.
په ورته وخت کې په کابل کې د افغانستان د سولې کور په نوم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د تېرو شلو کلونو په لاس ته راوړنو ټینګار وکړی.
د افغانستان د سولې کور غړې نګینه یاري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:"زموږ ناسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ او همداشان د دوو لیسیزو لاسته راوړنو د خوندیتوب په هدف ده."
د افغانستان د سولې کور په اعلامیه کې راغلي چې له طالبانو سره باید سوله شي نه معامله، دوی همدارنګه ټنیګار کوي چې سیاسي اړخونه باید په سوله کې له خپلو شخصي ګټو تېر شي او ملي فکر وکړي.