Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

د څارنې او همغږۍ د بورډ غونډه؛ افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر ۵ ټکو بحث کوي

0
د افغانستان د مشارکت چوکاټ، د لاسته راوړنو ساتنه، د قانون حاکمیت، فساد سره مبارزه او نوښتي اصلاحات هغه ټکي دي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه پرې بحث کوي.


د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ دا ځانګړې ناسته د چهارشنبې په ورځ کابل کې پیل شوه او له ۲۸ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې.


افعان ولسمشر محمد اشرف غني په پرانېستونکې وینا کې وویل، له ناامنیو سره په خوا کې وچکالي او د جګړو له امله کورني بې ځایه شوي کورنۍ، هغه نورې ستونزې دي چې موږ به ورته پام کوو.


ښاغلي غني زیاته کړه: "زه تمه لرم چې دا ناسته به یو ښکاره مېکانېزم رامنځته کړي چې له مخې به یې موږ وتوانېږو ښه همغږي او ښه فعالیتونه ترسره کړو."




ښاغلي غني په خپلو خبرو کې سولې ته هم په اشارې وویل، طالبانو ته یوازنۍ حل لاره هغه سیاسي هوکړه ده چې د ټولو خلکو رضایت په کې وي.


نوموړي یو ځل بیا له افغانستانه په دفاع ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان په راتلونکي باورمند دی.


د ښاغلي غني په خبره افغانستان کې اوسنۍ روانه جګړه، کورنۍ نه ده بلکې د تروریستي شبکو جرړه ده: "ډاډ ورکوم، هېڅوک هم له دولتي کسانو پرته بل څوک نه غواړي."




د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وویل، افغانستان کې روان تاوتریخوالی د افغانستان پر وضعیت او د سولې پر بهیر ناوړه اغېز کړی.


ښاغلي عبدالله د قطر په بین الافغاني مذاکراتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه خبرې سستې روانې دي، د افغانستان روانه کشاله سوله ییز حل لاره غواړي، د سولې لاره بین الافغاني جدي مذاکرات دي.


ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "څو ورځې وړاندې مو قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې، د دوی ټینګار دا و چې پاتې طالب زندانیان دې ژر خوشې شي، د اساسي قانون په جوړېدو دې ژر بحث وشي، موږ ورته وویل چې دا باید وشي، خو ژر نه کېږي. موږ د سولې هر ډول خبرو ته چمتو یو او تمه لرو چې یو سیاسي توافق ته سره ورسېږو، سیاسي هوکړه باید یو اړخیز نه، بلکې ټول شموله وي."


غونډې ته په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ډیبرا لاینز پرانیستونکې وینا وکړه او ویې ویل، تمه لري افغان دولت رامنځته شوېو ستونزو ته سم ځواب ووايي.




د اغلې لاینز په وینا دا مهال افغانستان کې ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري، کله چې د دولت په عوایدو کې کموالی راځي نو خلکو ته به ښه خدمتونه وړاندې نه شي کړای.


اغلې لاینز زیاته کړه: "نړیواله ټولنه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو ژوند او د طالبانو چلند له خلکو سره په دقت څاري."


نوموړې وویل، د سولې مذاکرات باید په جدي ډول په ښه نیت پيل شي، څو افغانان یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي.


د ملګرو ملتونو استازې وویل چې په ۲۰۲۲ میلادي کال په نوومبر میاشت کې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړی کنفرانس جوړوي، نو لازمه ده چې افغانان د خپل راتلونکي فرصت په اړه تصمیم ونیسي سوله وکړي او نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России