Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

هشت صبح: حکومت او طالبان دې د خبریالانو له نېولو او وژلو لاس واخلي

0
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې د حکومت او طالبانو  شته ګواښونه او  د افغانستان پر وضعيت د امريکا او هند جدي خبرو ته اشاره کړې او ګڼې مقالې او تبصرې یې پرې کښلي دي.


د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ:



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې د خبریالانو له نېولو او وژلو لاس واخلئ.


وړاندې د ملي امنیت له لوري په کندهار کې د څلورو هغو خبریالانو نېولو ته اشاره شوې چې سپین بولدک ته تللي وو او هلته یې د هغو خبرونو په اړه معلومات را ټولول چې ګواکې طالبانو خلک له کورونو اېستلي او وژلي یې دي.


لېکوال اندېښنه ښودلې چې خبریالان د حکومت له لوري دښمن لوري ته د تبلیغاتو په پلمه نیول کېږي او بل خوا طالبان هم د خبریالانو خوندیتوب ته پام نه کوي.


لېکوال په سپین بولدک کې د دې ډلې د برید پر مهال د دانش صدیقي وژنه د بې غورۍ څرګنده بېلګه بللې ده.


لیکوال پر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غږ کړی چې د ډموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړ وکړي او د رسنیو د فعالیتونو محدودولو لپاره د حکومت او طالبانو هڅو مخه ونیسي که نه نو په افغانستان کې به بشر ضد جنایتونه تر ډېره د خلکو له سترګو پټ پاتې شي. 



مسیر


مسیر ورځپاڼې بیان ازادۍ ته زیاتېدونکي ګواښونو ته په اشارې لیکلي چې په دې وروستۍ کې طالبان پرله‌پسې له خبریالانو غواړي چې د دوی پر ضد تبلیغات ونه کړي او حکومتي چارواکي هم بیا له خبریالانو غواړي چې د جمهوریت ملاتړ وکړي، د طالبانو په ګټه تبلیغات ونه کړي او د نظام تر څنګ ودرېږي.


له دې سره هم‌مهاله ورځپاڼې د ملي امنیت له لوري کندهار کې د څلور هغو خبریالانو نیولو باندې هم اندېښنه ښودلې چې کورنیو چارو وزارت یې د دښمن په ګټه په تبلیغاتو تورنوي، خو په وینا یې په دې اړه یې هېڅ اسناد او معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.


د لېکوال په وینا چې تردې وړاندې هم ژورنالېستان نیول شوي، ګواښل شوي او ان وژل شوي دي.


لیکوال نېوکه کړې چې اوس ژورنالېستان تر بل هر وخت له زیات فشار سره مخ دي، ځکه چې دواړه اړخونه عمومي او مبهمې خبرې کوي او د رسنیو په تړاو سرې کرښې نه واضح کوي.


خو لېکوال ټېنګار کوي،که کوم ژورناليست او رسنۍ د بیان له ازادۍ ناوړه ګټه اخلي، نظام تخریبوي او یا هم له دښمن سره همکاري کوي، پکار ده چې له قانوني لارو ورسره چلند وشي او له دې پرته هر بل ګام د رسنیو د کنټرول او د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅې دي چې بدې پایلې به ولري.



هېواد


هېواد ورځپاڼې د افغانستان پر وضعيت د امريکا او هند جدي خبرو ته اشاره کړې ده.


وړاندې راغلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن چهارشنبه له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خورا مهم بحث پيلوي چې ورته 'د افغانستان د روان وضعيت په اړه د امريکا او هند جدي خبرې' عنوان ورکړل شوی دی.


ورځپاڼې لیکلي، دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان او چين هم د افغانستان په اړه خبرې کړي دي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي چين ته تللی و او د هغه هېواد د سچوان ولايت په مرکز چنګدو کې يې د چين د بهرنيو چارو له وزير سره د افغانستان لپاره د سولې او ثبات په اړه د هوکړې اعلاميه خپرې ده.


د لېکوال په وینا، اصلي مساله دا ده چې د مرکزي اسيا هېوادونه بايد د افغانستان په ثبات کې له جنوبي اسيا سره وصل کړای شي چې په خپلواکه توګه د خپلو اقتصادي پلانونو لپاره لاس په کار شي چې د دې لپاره غوره بديل هندوستان دی چې امريکا پرې لاس اېښی دی، خو روسيه، چين او پاکستان به هېڅ کله نه غواړي چې  دغه اتصال دې تحقق ومومي.


خو له دې ټولو سره ورځپاڼې هيله ښودلې چې په هند کې د امريکا او کوربه هېواد او همدا رنګه له دې وړاندې د چين او پاکستان غونډې مثبتې پايلې تر لاسه کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России