د تخار چارواکي: پر تالقان ښار د طالبانو ډلهییزه حمله په شا وتمبول شوه
![د تخار چارواکي: پر تالقان ښار د طالبانو ډلهییزه حمله په شا وتمبول شوه](https://gdb.rferl.org/9C3C0EC6-36A5-4015-836A-987E027D1A7C_w800_h450.jpg)
د تخار ولایت چارواکي وايي چې پر تالقان ښار یې د وسلهوالو طالبانو ډلهییزه حمله په شا تمبولې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه له څو لورو پر دغه ښار حملې پلان کړې وې چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
د اسیر په وینا، په وسلهواله نښته کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د تخار ولایت چارواکو د درېیو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم تأیید کړی دی.
وسلهوالو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نهده کړې.