د امریکا ملاتړ کوونکو ته د پناه ورکونې عملیاتو پیل؛ ۲۰۰ افغانان امریکا ته ورسېدل
هغه چې له مخې يې هغو افغانانو ته په امریکا کې پناه ورکول کېږي چې په افغانستان کې يې له امریکایانو سره کار کړی وي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې په درشل کې به دغه افغانان هم له دې هېواده په ځانګړو پروازونو کې ووېستل شي.
د دې پروګرام له لارې نن د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۸» په یو پرواز کې د دغو افغانانو لومړنۍ ۲۰۰ کسیزه ډله د امریکا ویرجینیا ایالت فورت لي پوځي کمپ ته واستول شوه او ټاکل شوې چې ۲،۵۰۰ افغانان چې د کډوالۍ اسناد يې څېړل شوي امریکا ته لاړ شي.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل: "د سپینې ماڼۍ دا ابتکار د هغه افغانانو د خوندي ځای پر ځای کولو په اړه دی چې په تېرو دوه لسیزو کې يې د امریکا له متحده ایالاتو سره کار کړی دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر خپل ټویټر د دغه خبر په خپرولو سره افغانانو ته ښه راغلاست ویلی او لیکلي دي چې "ستړي مهشئ."
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای میاشتې په ۱۴مه اعلان کړی و چې د جولای میاشتې تر پایه "ملاتړ کوونکو ته د پناه ورکولو عملیات" پروګرام پيلوي.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر وویل چې د امریکايي ځواکونو د ټولو افغان همکارانو د کډوالۍ د ویزې د غوښتنې اسناد به څېړل کېږي او له څېړنې وروسته به امریکا ته واستول شي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې د هغه افغانانو چې له بهرنیانو سرهيې دندې ترسره کړي د سر د خوندیتوب ژمنه کړې، خو په افغانستان کې د دغه ډلې د حملو له ډېرېدو سره هغه افغانانو ته هم ګواښونه زیات شول چې له امریکايي ځواکونو سرهيې همکاري درلوده.
په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ګانګرس تازه هغه لایحه تصویب کړې چې له مخې يې د افغانانو لپاره په هغه ویزو کې زیاتوالی راغلی چې په افغانستان کې يې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او د دغه لایحې پر بنسټ به اته زره نورو کسانو ته هم د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شي.
د دغه طرحې تصویب پر بنسټ د امریکا کانګرس په دې برخه کې د جو بایډن حکومت ته یو میلیارد ډالري بودجه په واک کې ورکړې ده.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر دغهشان وویل چې هېواد يې د دې ترڅنګ درې نور هدفونه هم تعقیبوي: "له هغو سره چې له موږ سرهيې کار کړی د امریکا ژمنه، دا شان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرمختګ لپاره پراخه ملاتړ او د دې ترڅنګ د هغه لاسته راوړنو ساتل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوې دي."
په کابل کې د امریکا سفارت د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې تر دې دمه ۷۳،۵۰۰ افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ ویزې ورکول شوي او د نږدې ۲۰،۰۰۰ نورو افغانانو اسناد هم تر څېړنو لاندې دي.