Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

افغانستان کې د ناامنۍ او د بهرنيو ځواکونو وتو سره انساني قاچاق په زیاتېدو دی

0
افغانستان کې د ناامنۍ او د بهرنيو ځواکونو وتو سره انساني قاچاق په زیاتېدو دی

د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق نړیواله ورځ، خو په افغانستان کې د انساني قاچاق مسئله څه نوې خبره نه‌ده، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره اوس دغه مسئله له پخوا په زیاتېدو ده او اندېښنې یې راپارولې دي.

په توره شپه کې مزل او‌ د لارې لوړې او ژورې، هغه مزل‌ چې ښایي وهونکي یې کله ناکله د وحشي حیواناتو خوراک هم شي.

عمر او ملګري یې چې د دغو لارو مسافر وو او په قاچاقي ډول‌یې ځان یونان ته رسولی وو، په لاره کې د قاچاقبرانو د دوکو کیسې کوي.

دوی وايي: "کله چې د حرکت وخت راته، نو موږ ته به ویل کېدل چې ځو، قاچاقبرانو به زنګ کاوه چې ستاسو د لارې بلدي سم دی، تاسو به ژر ورسوي، تاسو پسې به ډېر ژر موټر راشي، خو نه به موټر درک درلود او نه به هم د لارې بلدي تکړه و. په ځنګلونو کې به مو درې ورځې مزل کاوه، اخر به مو بوټان وشکېدل، قاچاقبر ته به مو زنګ وکړ چې زموږ بوټان شکېدلي، ویل به‌یې چې تاسو لږ نور مخکې لاړ شئ نور مسافر به تاسو ته بوټان درورسوي، خو موږ به ورسېدو بوټان به راونه‌رسېدل."

نوموړو یو کال وړاندې کابل پرېښوده او ترکیې ته لاړل، له هغې وروسته‌یې پرېکړه وکړه چې اروپا ته لاړ شي ترڅو هلته د یو هېواد تابعیت واخلي.

عمر اوس په اتریش کې ژوند کوي، دی وايي: "دوه یا درې ساعته به مو مزل کاوه، بیا به شااوخوا ۱۵ دقیقې به مو دمه کوله، زما د ملګري حالت خراب شو، د لارې بلدي زما ملګری په سوکانو وواهه، ما ورته هېڅ ونه‌ویل، خو کله‌یې چې زما د ملګري کورنۍ ته ښکنځل وکړه، ما ورته وویل موږ له اروپا تېر یو نه‌ځو، د لارې بلدي برچه راووېسته او موږ ته‌یې وویل چې ټکان به نه‌خورئ چې بلې دنیا ته به مو ولېږم، هغه موږ ته وویل چې دلته مو نه کورنۍ په درد خوري او نه هم قاچاقبر، په همدې ځنګل کې مو ځای پر ځای کړم."

د نا امنیو په ډېرېدو سره اوس ډېر خلک غواړي افغانستان پرېږدي.

په افغانستان کې د ډېریو ځوانانو برخلیک د عمر په شان دی، دغه ځوانان لومړی ایران بیا ترکیې او له هغې ځایه بیا ځان اروپا ته رسوي.

همدغه روانو ناخوالو ۲۳ کلن شکېب هم دې ته اړ کړی چې په قاچاقي لارو له هېواده ووځي.

هغه اوس په ترکیه کې دی او دغه هېواد ته تر رسېدو خپله کیسه کوي: "د قاچاقبرانو ډېری خبرې درواغ دي، رښتیا نه‌دي، هغه کډوال چې ایران ته هم رسېږي زیاتې ستونزې ګوري، د مثال په ډول ډېری کورنۍ له غلو سره مخ شوي او په لارو کې یې ترې پیسې اخیستې دي، موږ چې کله ایران ته راتلو موږ ته‌یې وویل تاسو به په پنځو یا شپږو ورځو کې ورسوو، خو په کومه لاره چې یې موږ راوستو هغه ډېره خطرناکه لاره وه ان تر دې چې د مرګ خطر هم په‌کې و، زه خپله چې په دې لاره راغلی یم، ټپي شوی یم او سخت ګړاوونه مې ولیدل."

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان عدلیې وزارت وايي، د انساني قاچاق او جرم په اړه‌یې ځانګړي حکمونه شته.

د دې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، په تېر ۱۳۹۹ کال کې شااوخوا ۲۱۴ هغه قضیو باندې کار شوی چې ۱۵۸یې انساني قاچاق او ۵۶ نور یې د کډوالې په برخه کې دوسیې وې.

د ښاغلي ریاضت په خبره، د افغانستان د جزا په کوډ کې د انساني قاچاق لپاره د سختو سزاګانو ان تر اعدام پورې وړاندوینه شوې ده.

دی زیاتوي: "د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون په ۱۳۹۹ کې په دې وتوانېد چې ۳۴ د کډوالو او انساني قاچاق شبکې وپېژني، همداراز د دغه کمېسیون امنیتي برخو شااوخوا ۷۰ کسان د انساني قاچاق په تور ونیول، دغه کمېسیون د ۷۰ کسانو له ډلې د ۵۰ هغو دوسیې وڅېړلې او د لا زیات روښانتیا لپاره‌یې عدلي او قضايي برخو ته دغه دوسیې واستولې چې په دې کې پنځه کسه د انساني قاچاق او ۴۵ نور د کډوالو د قاچاق په تور تورن و."

د ښاغلي ریاضت په خبره، په تېر کال کې ۱۷ پېښې سترې محکمې ته استول شوي چې په هغې کې ۸ کسان د انساني قاچاق په تور محاکمه شول.

له بلې‌خوا د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ناامني او د تاوتریخوالي لوړه کچه د انساني قاچاق اصلي عوامل یادوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر، که څه هم د انساني قاچاق د کره شمېرو په اړه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې د دوی د معلوماتو له مخې د ایران په زاهدان سیمه کې د چنګاښ په میاشت کې د سختې ګرمۍ او نورو ستونزو له وجې ۳۶ افغانان‌ له همدې کبله مړه شوي دي.

نوموړی د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې څو ټکو ته اشاره کوي: "د انساني قاچاق د ختمولو لپاره لومړی ګام امنیت دی چې په افغانستان کې امنیت وي، دوهمه خبره د ویزو ده چې د ځینو هېوادونو ویزې باید اسانه شي، موږ له ایران او ترکیې سره په یوې هوکړې کار کوو چې له مخې به‌یې هغه کسان چې د کار لپاره ایران او ترکیې ته ځي وشي کولای په اسانۍ سره لاړ شي، نه دا چې په قاچاقي لارو ځان دغه هېوادونو ته ورسوي."

که څه هم د قاچبرانو زیاتې سمې او ناسمې کیسې اورېدل کېږي، خو بیا هم د عمر او شکېب په څېر ډېر کسان شپه او روځ هڅه کوي چې دغه سختې لارې د راتلونکي ښه ژوند لپاره تېرې کړي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Кинопродюсер.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Людмила Самсонова

Самсонова поддержала Андрееску после победы над ней в финале турнира в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Футболисты ЮФУ одержали три победы в домашнем турнире



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России