د نورستان والي وايي، سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی
![د نورستان والي وايي، سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی](https://gdb.rferl.org/8762c406-17c5-4d48-8d32-215bacea382d_w800_h450.jpeg)
د نورستان والي وايي، په وروستیو سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی دی.
حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل، دغو سېلابونو په کامدېش ولسوالۍ کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي: "اخري ګزارش کې ۱۱۳ کسان شهیدان شوي،۱۷ ټپیان دي،۱۷۳ کورونه مکمل ویجاړ شوي،۱۲ کیلو متره سرک هم بشپړ تخریب شوی دی،۱۱۰۰ جریبه ځمکه ۱۷ ژرندې ویجاړې شوي دي."
د نورستان والي وایي، په سېلابونو کې د برښنا د تولید فابرېکې او نورې ټولګټې پروژې هم ویجاړې شوي دي.
تر دې مخکې په سېلابونو کې د مړینو شمېر ضد و نقیض ښوول شوی و.