سوداګرۍ وزارت: د چین په نندارتونونو کې افغاني توکو ښه بازار درلود
![سوداګرۍ وزارت: د چین په نندارتونونو کې افغاني توکو ښه بازار درلود](https://gdb.rferl.org/b1d7b7f2-44ef-4e0b-8c1c-81841214c8e7_w800_h450.jpg)
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د چین په نندارتونونو کې افغاني صنعتي توکو ښه پلور او بازار درلود.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي د دغو ننداتونونو په اړه نن شنبه (د زمري په ۹مه) ازادي راډيو ته وویل، یو د لانژو نړیوال سوداګریز نندارتون و چې د دغه هېواد په ګانسو ولایت کې د جولای په اتمه جوړ شوی و او څلور ورځې یې دوام وکړ.
د نوموړي په وینا بل نندارتون د ورېښمو لار سیاحتي نندارتون و چې په شانشي ولایت کې د جولای په ۱۶مه جوړ شوی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ.
د ښاغلي احمدي په وینا دغو نندارتونونو کې په شپږو غرفو کې افغاني غالۍ، زعفران، ګاڼې او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي وو.
د نوموړي په خبره په یادو نندارتونونو کې ګډون کوونکو افغاني شرکتونو خپل ډېری محصولات وپلورل او چینایي پانګه والو او سوداګریزو شرکتونو سره یې بېلابېل سوداګریزو تړونونه هم لاسلیک کړل.