د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافیکې پېښې ۲۰ تنه وژلي
![د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافیکې پېښې ۲۰ تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/05b12a5b-182a-4100-9198-4bc18aa049b4_cx6_cy0_cw92_w800_h450.jpeg)
د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د موټرو د ټکر په دوو جلا پېښو کې ۲۰ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن شنبه (د زمري ۹مه) رسنیو ته وویل چې دغه ټکرونه په قرغیو ولسوالۍ کې شوي: "تېره شپه ناوخته د کابل- جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند په نارنج باغ سیمه کې د یوې سراچې او کاسټر موټرو د ټکر له امله ۸ تنه شهیدان شوي او ۱۰ ټپیان دي. دغه راز نن سهار د قرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي او دوو سراچه ډوله موټرو په ټکر کې ۱۲ تنه شهیدان او ۸ کسان سخت ټپیان شوي دي."
د والي ویاند وايي په دغو پېښو کې ټپي شوي کسان روغتون ته انتقال شوي دي.