ترکيه له ايران سره پر پوله دېوال وهي
![ترکيه له ايران سره پر پوله دېوال وهي](https://gdb.rferl.org/166e3ad7-4ed3-4234-a598-c00fc4848909_tv_w800_h450.jpg)
د ترکيې چارواکي وايي، په دې وروستيو کې د ايران له لارې د کډوالو داخليدل زيات شوي دي. په دې کې د افغان کډوالو شمېر د اندښنې وړ بلل شوي. ترکيې په لوېديځ صوبې وان کې د ۴۰ میله اوږده دېوال د جوړولو کار پیل کړی دی. ويډيو: رويټرز خبري اژانس