پېښور کې لاسي بم برید یو پولیس وژلی او بل تن ژوبل
![پېښور کې لاسي بم برید یو پولیس وژلی او بل تن ژوبل](https://gdb.rferl.org/b8aee395-1097-4934-9f62-2f03aebef1ad_tv_w800_h450.jpg)
د پېښور په کارخانو مارکیټ کې د جولای پر ۳۰مه د پولیسو پر یو ګاډي په لاسي بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو لاروی ژوبل شوی دی. د پولیسو خپور کړی بیان وايي چې د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره پولیس په کارخانو کې د کورونا د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو د څارنې په چارو بوخت ول چې پر دغه مهال د سړک غاړې ته ولاړ د پولیسو پر ګاډي یوه نامعلومه تن لاسي بم وغورځاوه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.