د عبدالغفور رغبت جام بوکسېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د بوکسېنګ فدراسیون د رسنیزې برخې مسول ویس الدین غیاثي، نن ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې ۲۷ غوره لوبغاړي چې پایلوبو ته وتلي وو، اتلان شول.
نوموړي زیاته کړه چې دا سیالۍ د یکشنبې په ورځ د ۱۱۰ لوبغاړو تر منځ چې عمرونه یې له ۱۰، ۱۱، ۱۲ او ۱۳ کلنو پورې ول په ۱۳ وزني کټګوریو کې د کابل په ورزشي جمنازیوم کې وشوې.
دا سیالۍ د ارواښاد عبدالغفور رغبت د بوکسرانو ټولنې او د افغانستان د بوکسېنګ فدراسیون په همکاري ترسره شوې.