Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 02.06.2022

پېښور کې د افغان موسیقارانو ګرفتارۍ ضد سندریز لاریون شوی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو یو ځل بیا د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ ضد احتجاج کړی دی. دوی د جون پر دویمه د پېښور د خبریالانو له مرکزه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې سندریز لاریون وکړ او پر حکومت ټینګار کوي چې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته ګرفتار کړي څلور موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري ځکه چې هلته یې ژوند ته خطر دی. پولیس وايي، هغه موسیقاران یې د سفر قانوني اسنادو نه لرلو له وجې نیولي. د احتجاج پر مهال د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمینځ لږ تاوتریخوالی هم وشو. چارواکي... Читать дальше...

د پاکستان حکومت او ملاتړیو یې د هېواد وېشلو په اړه د عمران خان څرګندونې غندلي

Mashaalradio.com 

د عمران خان څرګندونو د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو استازي غبرګونونو ته اړ کړل. وزیراعظم شهباز شریف هم د خان پر څرګندونو انتقاد کړی او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري یې څرګندونې غندلې دي.

د اروپا – جنوبي امريکا د فوټبال اتلولۍ کې ارجنټاين ايټاليا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپا- جنوبي امریکا د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې ارجنټاین درې د صفر په وړاندې ایتالیا ته ماتې ورکړه. د دغو دوو قارو د فوټبال د اتلو لوبډلو ترمنځ لومړی ځل په ۱۹۸۵ کال کې په فرانسه کې وشوه چې کوربه هېواد یوروګوای ته ماتې ورکړه، بل ځل په نولس سوه درې نویم کال کې په ارجنټاین کې کوربه هېواد ډنمارک ته شکست ورکړ. تر دې را وروسته سږکال یو ځل بیا د جنوبي امریکا او اروپا د فوټبال فدارسیونونو وپتیله چې دا قهرماني ترسره شي، خو دا ځل یې دریم هېواد د لوبې لپاره انتخاب کړ او تېره شپه دا سیالي د لندن په ویمبلي لوبغالي وشوه.



د اوکراين ولسمشر: روسيې د اوکراين شل سلنه خاوره نيولې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، د دې سربېره چې روسانو ته د افغانستان د یوې لسیزې تر جګړې په اوکراین کې د روانې جګړې په ترڅ کې ډېر تلفات اوښتي دي، بیا هم روسیه هڅې کوي چې نورې سیمې لاندې کړي. د ولودومیر زیلینسکي په وینا اوس د اوکراین شل فیصده خاوره روسیې نیولې ده. زیلینسکي چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګزامبرګ پارلمان ته خبرې کولې دا هم وویل چې د اوکراین له اټکل سره سم تر اوسه له اوکراین سره په جګړه کې تر دېرش زره ډېر روسي عسکر وژل شوې دي. څه باندې درې میاشتې کېږي چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.

په خوست کې د سلګونه زده کوونکو ازموینې روانې دي

Mashaalradio.com 

په خوست کې له شاوخوا ۳،۰۰۰ هغو نارینه او ښځینه وو زده کوونکو څخه دولتي ازموینې اخیستل پیل شوي چې په خصوصي روغتیايي انسټیټیوټونو کې يې دوه کلنۍ زده کړې بشپړې کړې دي دي. فارغان د دې هرکلۍ کوي او وايي، دوی هغه وخت په خصوصي او دولتي روغتونونو او کلېنېکونو کې دندې کولای شي چې د دې ازموینې اسناد ورسره وي. دا ازموینې به د مارچ تر څلورمې نېټې روانې وي. ویډيويي رپورټ.

اسفنديار مومند: د هنر پيل مې په ډېره غريبۍ کې کړی وو

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړی وايي، د هنر اولنۍ ورځې يې د سختې غريبۍ وې، خو وايي چې محنت يې جاري وساته او د سيمې په خلکو يې ځان د يوه سندرغاړي په توګه ومانه. په وروستیو کې د مومند د يوټيوب چينل د خوښوونکو (سبسکرايبرز) شمېر ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی. دی وايي، دې کار يې حوصله نوره هم لوړه کړې او د لا ښکليو سندرو جوړولو او خپرولو هڅې به کوي. د مومند دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

عدالت د علي وزیر د ضمانت پر درخواست فیصله محفوظه کړې

Mashaalradio.com 

پولیسو په ۲۰۱۹ز کال کې پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړو د کراچۍ په سهراب ګوټ کې مقدمه درج کړې وه چې پکې پر هغوی د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې نوموړی او غورځنګ یې ردوي.



د انګلنډ – نيوزيلنډ ترمنځ د کرېکټ ټيسټ لوبه پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

د انګلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ کرېکټ لوبه نن د لندن په لارډ لوبغالي کې پیل شوه. د دې لوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه خو دا پرېکړه د نیوزیلنډ لپاره د لوبې په لومړۍ ورځ ښه تمامه نه شوه. نیوزیلنډي توپوهونکي د انګلنډ د توپ اچوونکو په وړاندې ښه و نه ځلېدل او په ۱۲ منډو کې ۴ لوبغاړي اوټ شول خو د نیوزیلنډ لوبډله لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي. د یادونې ده چې د نیوزیلنډ لوبډله به له انګلنډ لوبډلې سره درې ټېسټ لوبې وکړې چې لومړۍ هغه یې نن پیل شوه.

انوش دستګير: د فوټبال افغان لوبډله به د اسيا د ملتونو جام ته لار پيدا کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، افغان لوبډله به د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د روزونکي انوش دستګیر له قوله پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې افغان لوبډلې که څه هم د ویتنام په وړاندې خپله لوبه وبایلله خو بیا هم دا وړتیا لري چې د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي. د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پرون له ویتنام سره لوبه وکړه چې ۰ ـ ۲ یې وبلله. له دې ماتې وروسته هم ښاغلی دستګیر په افغان لوبغاړو ډاډمن دی چې د اسیا د ملتونو جام ته به لار مومي، ځکه د نوموړي... Читать дальше...

کرېکټ بورډ: سږ کال د شپږيزې ليګ کې ۸ لوبډلې لوبيږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د رسنیو برخې مسوول عبدالله پکتیاني نن ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې لوبډلې پلورل شوي او اوس په دې هڅه کې دي چې د لیګ لپاره مالي ملاتړی پيدا کړي. ښاغلی پکتیانی وايي، د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ مراسم به هم د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه وشي. د ښاغلي پکتیاني د معلوماتو پر بنست په شپږیزه لیګ کې چې پخوا ۶ لوبډلې لوبېدې، سږ کال به ۸ لوبډلې ولوبېږي چې ټولې ۳۲ لوبې به په کې وشي او ۲۰ ورځې به دوام وکړي. د شپږیزې کرېکټ لیګ به د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل کې پيل شي.

په کندهار کې د لاسي صنایعو یو مرکز مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې يوې مېرمنې د لاسي صنايعو د توليد مرکز جوړ کړى دى. په دې مرکز کې لسګونه بېوزله ښځې کار کوي، چې د خپلو کورنیو مالي لګښتونه برابروي. خو د دغه مرکز کارګرانې وايي، چې د تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې مرستې ته اړتیا لري

غزنی: طالبانو د جمعې خطبه کې د ملا هيبت الله اخندزاده د نوم اخيستلو لارښوونه کړې

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي په دغه ولایت کې د حج او اوقافو ریاست له لوري ټولو ملا امامانو ته لارښونه شوې چې باید د جمعې ورځې په خطبه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده نوم واخیستل شي. خو د طالبانو په مشرۍ د حج او اوقافو وزارت دا موضوع ردوي او وایي چې په دې اړه کوم رسمي حکم نه دی ورکړل شوی. سره له دې چې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي د جمعې له لمانځه وړاندې په عربي خطبو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د نوم د یادولو په اړه رسمي حکم نه دی ورکړل... Читать дальше...

د طالبانو په بيا ځلې واکمنۍ کې په لومړي ځل يو هندی پلاوی کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي یو هندي پلاوی کابل ته رسېدلی او دغلته به له طالب مشرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي. د طالبانو په دويم ځلې واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې هندي پلاوی کابل ته سفر کوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"کابل ته دهندوستان هېواد یو پلاوی راغلی دی، له مسولینو سره د لیدو کتنو پروګرام هم شته، اوس د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه لري، جزییات به یې وروسته خپاره شي." ښاغلي مجاهد د دغه هندي پلاوي د جوړښت په اړه څه... Читать дальше...

له بنديزونو سره - سره يو شمېر مېرمنې لويو ښارونو کې موټر چلوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د مېرمنو لپاره موټر چلولو د زده کړې کورسونه بند شول خو بیا هم په یو شمېر لویو ښارونو کې مېرمنې او نجونې موټر چلوي. موټرچلونکې مېرمنې له طالبانو غواړي چې د ښځو د موټر چلولو محدویت په اړه خپل نظر بدل کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د زده کړې کورسونه فعالیت وکړي. په هرات ولایت کې سیمه ییزه خبریاله شیما وفا وایي چې له لسو کلونو ډېره موده کېږي چې موټر چلوي. خو نوموړې وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ډېره وېره موټر چلوي، شیما له... Читать дальше...

کابل کې د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د قبایلي جرګې ترمنځ د سولې خبرې نن د دویمې ورځې په مخ دوام لري. د قبایلي جرګې یو مشر او د خېبرپښتونخوا پخواني والي شوکت الله نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د دوی د خبرو دریم پړاو روان دی. اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د قبایلي مشرانو یو پلاوی کابل ته ورغلی دی، خو نوموړي د سولې د خبرو په اړه نور معلومات ورنه‌کړل. ځینو طالب سرچینو بیا ازادي راډیو ته د نوم نه ښوولو په... Читать дальше...

پر مرستو د څار په موخه يو هندي پلاوی کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د وزارت په یوه اعلامیه کې نن راغلي چې یو پلاوی یې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په پروسه باندې د څار لپاره کابل ته لېږلی. په اعلامیه کې د غنمو، درملو، واکسینونو او ژمنیو جامو په برخه کې د هند د بشري مرستو یادونه هم شوې چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته رسېدلي. هند د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره د ژمنیو جامو ترڅنګ شاوخوا ۲۰ زره متریک ټنه غنم، ۱۳ ټنه درمل او د کرونا ضد واکسین ۵۰۰ زره دوز مرسته کړې ده. تمه ده هندی پلاوی له طالب چارواکو سره د همدغو بشري مرستو په تړاو بحثونه هم ولري. Читать дальше...

ننګرهار: د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پيل شو

Pa.azadiradio.com 

د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پیل شو. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت به خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې په دې پروګرام کې ۴۲۰ تنو ته د یوې میاشتې لپاره د کار فرصت برابرېږي چې هر کارګر ته به د ورځني کار په بدل کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي. یاد وزارت ویلي، د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې رئیس سید فضل احد هاشمي د پروګرام په اړه خلکو ته معومات ورکړل او د کار د روڼتيا په برخه کې یې سپارښتنې هم ورته وکړې. د یادونې ده چې د کار... Читать дальше...


Музыкальные новости
Григорий Лепс

Григорий Лепс выступит в Челябинске в День Победы





Rss.plus
Арцах

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы




«Црвена Звезда» в седьмой раз подряд стала чемпионом Сербии

Психолог объяснила, как смотреть с детьми кино о войне, чтобы не травмировать их психику

Правда ли, что антисемиты выгнали советского писателя Алексина в Израиль?

Планируете отдых на Черном море? Отель “Мишель” предлагает отличный сервис по приемлемым ценам




د طالبانو سوداګرۍ وزارت ايراني چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي. دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي. په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي. Читать дальше...

خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه ټکنۍ شوې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر عام خلک د برېښنايي تذکرو د ويش په پروسه کې د ځنډ له امله شکایت لري او وايي، د تذکرو اخیستو ته ان میاشتې په تمه وي خو نوبت نه ورسېږي. محمد اقا دانش د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او د دغه ولایت دولتي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی وايي، سره له دې چې د ډېریو رسمي چارو لپاره تذکرې ته اړتیا وي خو د برېښنايي تذکرو په پروسه کې د ځنډ او زیات وخت نیولو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې ترلاسه یې کړي. نوموړی وايي: "ما نور دومره وخت پیدا نه کړ چې د دې پروسې دا څومره وخت چې نیسې انتظار ورته وکړم،... Читать дальше...

له پاکستانه د راغلي پلاوي ناسته؛ طالبان: د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د قبایلې مشرانو د یو پلاوی رسېدل تاييدوي او وايي د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی. که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي د غړو او قبایلي مشرانو د خبرو د اجنډا په اړه څه نه وايي خو یو شمېر پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د ځینو چارواکو له قوله ویلي دي چې دغه پلاوی به له تحریک طالبان پاکستان له مذاکره کوونکو سره د اوربند پر غځېدو خبرې وکړي، هغه چې د روانې اوونۍ سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد... Читать дальше...

دوبۍ کې د سپیو لپار لومړۍ کیفې خلاصه شوې

Mashaalradio.com 

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د سپیو لپاره ځانګړې کیفې جوړه شوې چې پکې هغوی نه یوازې ایسکریم او نور خواړه خوري بلکې هلته یې د زوکړې ورځ هم لمانځل کېږي. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.

خلک: د طالبانو لخوا د حج لپاره ټاکل شوی لګښت نه شو پرې کولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي، خو خلک وايي دا لګښتونه پرې کول يې تر وس وتلي دي. یو شمېر هغه افغانان، چې سږ کال د حج مراسم ترسره کوي، د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ټاکل شوې لګښت د خپل وس خبره نه ګڼي. د غزني ولایت اوسدونکي حاجي محمد ګل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "قېمت یې دوه چنده شوی دی، پخوا په دوه زره ډالره داخله کېده خو اوس څلور زره او څو سوه روپۍ دي، نو... Читать дальше...

ايران: د استوګنې د يوې ودانۍ نړېدو پېښه کې د قربانيانو شمېر ۳۷ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ایران په بندري ښار آبدان کې د استوګنې د یوې لوړپوړیزې ودانۍ د نړېدو د پېښې د قربانیانو شمېر۳۷ ته لوړ شوی، معترضان د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د چارواکو له لوري پراخه بې غوري او د هغوی په منځ کې اداري فساد بولي، خپل اعتراض ته دوام ورکوي. چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د نړېدلې، میترو پولیس لس پوړیزې ودانۍ تر خاورو او خښتو لاندې یو بل مړی وموندل شو چې په دې سره د مړو شویو شمېر۳۷ کسانو ته ورسېد. دغه راز ۳۷ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او تر اوسه نه‌ده روښانه چې آیا نور مړي به هم تر خاورو خښتو لاندې وي، کنه. Читать дальше...



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Земфира

Экс-солистка "ВИА Гры" посетила концерт Земфиры в Испании




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


Ирина Шиманович

Шиманович пробилась в ⅛ финала теннисного турнира в Сен-Мало



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Тимати

Возлюбленная Тимати прошлась в бикини перед камерой



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России