Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 05.06.2022

ځايي اوسېدونکي: لا هم د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور بل دى

Pa.azadiradio.com 

د نورستان او کونړ ولایتونو یو شمېر ځایي اوسېدونکي لا هم د دې ولایتونو په ځنګلونو کې د اور لګېدنې د دوام خبره کوي، خو د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت چارواکي ادعا کوي، چې په دې ولایتونو کې یې اور مهار کړی. نور په راپور کې:

طالبان په افغانستان کې د کوکنارو فصل وهي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو د فصل وهلو کيمپېن پیل کړی دی. دا تر هغه وروسته ده چې د روان کال په اپرېل میاشت کې طالب مشرانو په یو فرمان کې د کوکنارو پر کر بندیز اعلان کړی وو. بلخوا د هېلمند په شمول د ځینو ولایتونو کروندګر وایي چې هلته د اوبو کمی دی او د نورو فصلونو د کښت وسایل نه لري. په دې اړه تفصیل د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په ويډيويي راپور کې.

په پنجشېر کې د بنديانو د سرونو پرې کولو ادعا وشوه خو طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي، طالبانو د دوی درې پوځیان په پنجشېر کې نیولي او وروسته یې سرونه ترې پرې کړي خو د طالبانو حکومت بیا دغه ادعاوې ردوي. په داسې حال کې چې د مقاومت ملي جبهه په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له لوري د خپلو درېيو ځواکونو د سر پرې کېدو ادعا کوي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا دغه ادعاوې بې اساسه بولي. د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت الله احمدي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو د پنجشېر په کرباسي سیمه کې د دوی درې تنه ځواکونه نیولي او له وروسته یې سرونه ترې پرې کړي دي. Читать дальше...



ښځينه خبريالانې: د طالبانو شېبه په شېبه څارنې له کاره زړه تورنې کړي يوو

Pa.azadiradio.com 

د تلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو او د خپرونو په چلونکو د طالبانو له لوري د اجباري حجاب له تطبيق ۱۵ ورځې تېرېږي.  په افغانستان کې د يو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ویاندویانې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دوی د اطلاع رسونې د څرنګوالي په برخه کې څاري. د يوې خصوصي رسنۍ کارکوونکې په ژړغونې غږ او د خوندي پاتې کېدو په خاطر نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د طالبانو له لوري وروستي فشارونه او محدویتونه د دې لامل شوي چې له خپل کار زړه تورې شي او نور ورته بس ووايي. Читать дальше...

یو شمېر روغتياپالانې: د طالبانو بندیزونو زیانمنې کړي يوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځینه ډاکترانې او روغتیایي کارکوونکې وایي، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بېلابېلو بندیزونو دوی هم زیانمنې کړي دي. د کابل ښار د یو دولتي روغتون ډاکتره نصیره وایي، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګول دوی هم زیانمنې کړې دي. ډاکتره نصیره وایي، د دې لپاره چې په ټولنه کې د ښځینه وو ډاکترانو کار ته اړتیا ده، د طالبانو په واکمنېدو سره هم نه ده بې دندې شوې، خو په خبره یې پر عامه او ښاري ټرانسپورټ کې له محارمو پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیزونو له ستونزو سره مخ کړې دي. هغې زياته کړه... Читать дальше...

طالبانو د جبري حجاب په اړه د حکمتيار وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له خوا د جبري حجاب په اړه د حزب اسلامي د ګوند د مشر ګلبدین حکمتار تر تازه څرګندونو وروسته، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند ویلي ، چې نوموړی د معلوماتو له نشت سره مخ او له دیني درسونو لرې پاتې شوی.  د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د جبري حجاب په اړه، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ورستیو څرګندونو ته غبرګون!  وروسته له هغې، چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د جبري حجاب په اړه څرګندونې وکړې، د طالبانو د امر بالمعروف... Читать дальше...

د میرویس نیکه کرکټ جام سیالۍ؛ نن څلور لوبډلې په خپلو کې لوبې کوي

Pa.azadiradio.com 

د میرویس نیکه په نوم د کرکټ په درې ورځني جام سیالیو کې نن امو او سپين غر لوبډلې او بند امیر او مس عینک لوبډلې لوبې کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د رسنیو مسوول عبدالله پکتیاني نن ازادي راډيو ته وویل، چې د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ په لوبه کې امو د پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه کړې ده. په بله لوبه کې چې د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ پيل شوې، مس عینک لوبډلې هم د پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه کړې ده. پکتیانی وايي، په دې ۳ ورځنیو سیالیو کې د ۵ زونونو لپاره د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې... Читать дальше...



په هرات کې د موی ټای سیالۍ وشوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د موی ټای سیالۍ وشوې. د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د هرات ولایت د موی ټای فدراسیون ټاکنیزې سیالۍ په میرویس صادق جمنازیوم کې وشوې. یاد فدراسیون وړاندې لیکي، په دغو سیالیو کې ۵۰ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې برخه اخیستې وه. د دغو سياليو د کېدو هدف د هرات ولایت د موی ټای لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل او د ورزشکارانو د مهارتونو لوړول ښودل شوي. د دې سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شول.

د اوکراین او وېلز فوټبال لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په پایلوبه کې نن شپه د جګړه ځپلې اوکراین د فوټبال لوبډله له وېلز لوبډلې سره لوبه کوي. د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ته لار کوي او د انګلنډ، امریکا متحده ایالتونو او ایران سره به په یوه ګروپ کې وي. اوکراین لوبډلې نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلند لوبډلې ته ۳-۱ ماته ورکړه او نن شپه بیا فرصت لري، چې د لوبې په ګټلو او نړیوال جام ته په تګ سره خپل جګړه ځپلي هېوادوال خوشاله کړي.

ننګرهار کې د څه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼې د حاصلاتو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار کانال ریاست وایي، سږکال به دوی له څلورګونو فارمونوڅه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼه ترلاسه کړي. د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین په دغه ولایت کې د هندواڼو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي خو کروندګر بیا د بازار د نشتوالي شکایت لري. د ننګرهار د کانال شرکت ویاند سید همایون غريبمل ازادي راډيو ته وویل چې د کانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې سږکال پر ۳ زره جريبه ځمکه هندواڼه کرل شوې چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل به ورکړي. د غریبمل د معلوماتو له مخې، پر همدې ځمکه تېر کال هم هندواڼه کرل شوې وه چې شااوخوا ۱۲ زره ټنه هندواڼه یې کړې وه. Читать дальше...

د پاکستان بشري حقونو سازمان د حکومت له خوا ای اېس ای ته په نوي کار سپارلو اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

په دې اړه د جون په دویمه یوه اعلامیه د استخباراتو د اسټبلېشمېنټ ډویژن لخوا خپره شوې ده چې پکې ویل شوي، وزیر اعظم شهباز شريف د ملک استخباراتي ادارې ته دا اختیار ورکړی چې د سرکاري ملازمینو د څارنې مسولیت دې په خپله غاړه واخلي.

له څو اونیو ځنډ وروسته کییف چاودنو ولړزاوه

Pa.azadiradio.com 

له څو اونیو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین پلازمېنه کیف تېره شپه څو چاودنو ولړزوه. د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیتچکو ویلي، تېره شپه د ښار په دوو ناحیو کې څو چاودنې شوي او ژغورنډلې سیمې ته رسېدلي دي. نوموړي پر خپل ټېلیګرام چېنل دغو چاودنو کې د یوه کس د ټپي کېدو خبره تایید کړې او ویلې یې دي، د نورې مرګ ژوبلې راپور یې لا نه دی ترلاسه کړی. کییف کې د شویو دغو چاودنو څرنګوالی لا معلوم شوی نه دی. له تېرو څو اونیو راهیسې که څه هم پلازمېنه کییف کې د بمبارۍ د خطر زنګونه اورېدل... Читать дальше...

جوزجان کې د کار په بدل کې د غنمو وېش پروګرام پیل شو

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل شو. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، د دې پروګرام له لارې به د جوزجان په ۱۰ ولسوالیو کې د اوبو کانالونو د پاکولو چارې پيل شي. دا پروګرام چې تېره ورځ پیل شو، هر کارګر ته به د ورځني کار په مقابل کې لس کیلو ګرامه غنم ورکړي. په جوزجان کې د کانالونو د پاکولو چارې د سیندیزې حوزې، کرنې او نورو سکتوري څانګو د ګډ کمېسیون لخوا څارل کېږي.

طالبان په نورستان او کونړ کې د لګېدلي اور مهارولو ادعا کوي خو خلک يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د نورستان او کونړ ولایتونو یو شمېر ځایي اوسېدونکي لا هم د دې ولایتونو په ځنګلونو کې د اور لګېدنې د دوام خبره کوي، خو د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت چارواکي ادعا کوي، چې په دې ولایتونو کې یې اور مهار کړی دی. د نورستان د نورګرام د شامه درې او کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د ځنګلونو د اورلګېدنې د ختمېدو په اړه ضد او نقیض خبرې او د لغمان ولایت الیشینګ والسوالۍ ته یې د خپرېدو په اړه اندېښنې! که څه هم په دغو ولایتونو کې ځایي اوسېدونکي وايي، اور نه دی مړ، خو د طالبانو... Читать дальше...

ليبيايان د اسونو پاللو باندې وياړ کوي

Mashaalradio.com 

په ليبيا کې له ډيري مودي راهيسي پر ناکرارۍ سربېره ځايي وګړي اسونه پالې او روزنه يې کوي. دوی د اسونو ليلامي او جشنونو هم جوړوي. د اسونو سينګار هم په هغه هېواد کې دود دی. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور ګل اياز وړاندې کوي.

د افغانستان بانک د نړیوال بانک له‌خوا د نوې مرستې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک د افغانستان د بیا رغونې د مدیریت صندوق او نړیوال بانک د وروستیو مرستو هرکلی کوي. د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند نن ازادي راډيو ته وویل، دوی له نړیوال بانک غواړي چې له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. مومند وايي، د نړیوال بانک هغه مرستې چې د کرنې، روغتیا او د لومړنیو خدمتونو د پوره کولو په برخه کې شوي دي، د افغانستان بانک یې هرکلی کوي. د افغانستان د بیا رغونې د مدیریت صندوق او نړیوال بانک تازه ۷۹۳ میلیونه ډالره مرسته د افغانستان لپاره تصویب... Читать дальше...

زرګونه افغان مېرمنې د روغتیا په برخه کې له ننګونو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې زرګونه بې‌ځایه شوې ښځې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي. دې سازمان په خپله ټویټرپانه لیکلي، د ښځینه روغتیایی کارکونکو د کمښت له امله ښځې او نجونې د کافي ملاتړ موندلو لپاره لا هم مبارزه کوي. په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، دوی سږ کال د ۵زره څخه زیاتو مېرمنو ته د زېږون پر مهال خدمات وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم شوی او تر خوا یې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې ګواښ زیات شوی دی.


Музыкальные новости
Баста

Баста: «Я ходил в компьютерные клубы в Ростове. Любимый боец в MK – Шан Цунг»





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше




Продвижение новых песен с высоким результатом

Планируете отдых на Черном море? Отель “Мишель” предлагает отличный сервис по приемлемым ценам

1XBET Qazaqstan Hockey Open. Сборная Казахстана с минимальным счетом уступила команде России

Суд продлил арест замглавы авиационной компании МЧС Матвеева




افغان کرکټ لوبډلې له زېمبابوې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

افغانستان پرون په پنځوس اووره مسابقه کې کوربه هېواد زېمبابوې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. مسابقه افغانستان پیل کړه، چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۷۶ منډې وکړې او مقابل ټیم ته یې د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه. زېمبابوې په داسې حال کې چې یوازې د ۲۱۶ منډو په کولو توانېدلی و، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د دواړو هېوادونو بله ۵۰ اووره مسابقه راروانه دوشنبه ده.

امیرخان متقي: طالبان له هېڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی اداره له هېڅ ګاونډي هېواد سره کومه ستونزه نه لري. امیر خان متقي دا څرګندونې پرون په کابل کې یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل: «له ټولې نړۍ سره مو بهترین متوازن سیاست پرمخ بوت. نن له یوه ګاونډي سره هېڅ ډول ستونزه نه لرو. نن شېرخان بندر هم ازاد دی. حیرتان، تورغونډۍ، اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم هم ازاد دي، له ټولو سره حسنه روابط لرو.» متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د طالبانو پر بیا واکمنېدو ۹ نیمې میاشتې اوړي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سمنګان کې د مزد له پروګرام څخه لسګونه کورنۍ برخمنې شوې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په سمنګان ولایت کې د کار په بدل کې د مزد له پروګرام څخه ۲۷۵ کورنۍ برخمنې شوې دي. دغې ادارې پرون په یوه لنډکۍ اعلامیه کې ویلي، دغه کورنۍ توانېدلي د کار په بدل کې په دې مزد سره خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې نیمايي وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولي وايي، دوی دا مهال په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوي. د دې استازولۍ مشر ایلوی فیلیون پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې یوازې د کابل په ملالۍ زېږنتون کې چې د دوی سازمان یې ملاتړ کوي، د ورځې ۷۵ نوي ماشومان زېږي، چې هر ډول اساسي روغتیايي خدمات ور رسېږي. شکایتونه کېږي، چې د افغانستان په زیاتو لیرې پرتو سیمو کې امیندوارو میندو ته د صحي خدماتو امکانات محدود دي.

ترکیې په کابل کې سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې سفارت وايي، په کابل کې یې پر ۵۰۰ کورنیو بشري مرستې وېشلي دي. دغه سفارت پرون په یوه لنډ بیان کې ویلي، دا هغه مرستې دي، چې د «نېکي» په نوم رېګاډي په وسیله افغانستان ته لېږل شوې وې. ترکیې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له سلګونو اړو کورنیو سره بشري مرستې کړې وې.

هند کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د هند د شمال په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۸ کارګران مړه او تر لسو زیات نور ټپیان شول. د پولیسو یوه لوړ رتبه افسرو، پراوین کمار پرون شنبه وویل، د اوتار پردېش ایالت په هاپور کې د یوه بایلر تر چاودنې وروسته فابریکه کې اور ولګېد. چارواکي وايي، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом


Даниил Медведев

Медведев обыграл Бублика и вышел в четвертьфинал "Мастерса" в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

В Минске одобрен проект соглашения о системе таможенного транзита ЕАЭС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России