د پاکستان حکومت او ملاتړیو یې د هېواد وېشلو په اړه د عمران خان څرګندونې غندلي
د عمران خان څرګندونو د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو استازي غبرګونونو ته اړ کړل. وزیراعظم شهباز شریف هم د خان پر څرګندونو انتقاد کړی او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري یې څرګندونې غندلې دي.