د څلورو هوايي ډګرونو د امنیت چارې د اماراتو یوه شرکت ته وسپارل شوې
د طالبانو حکومت د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د عملیاتو او امنیت چارې رسماً د متحده عربي اماراتو یوه شرکت ته وسپارلې.
د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، چې له پرون ورځې د غبرګولي له ۱۳مې څخه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو د عملیاتي او امنیتي چارو مسوولیت په رسمي ډول د ګاک سلوشن په نوم امارتي شرکت ته سپارل شوي.
خو په هغه سند کې چې د طالبانو حکومت نږدې لس ورځې مخکې له دې شرکت سره لاسلیک کړ ویل شوي و، چې د دې هوايي ډګرونو امنیتي مسوولیتونه په تړون کې نه دي شامل.