ریزنیکوف: اوکراینیان باید ژر خپل هېواد د روسیې له یرغله آزاد کړي
د اوکراین د دفاع وزیر وايي، چې اوکراینیان باید ډېرژر خپل هېواد د روسیې له یرغل څخه آزاد کړي.
اولیکسي ریزنیکوف پرون د جون په دریمه په سلواکیا کې یوې امنیتي غونډې ته د ویډیوکنفرانس له لارې په وینا کې وویل، اوکرایني ځواکونه د خپل هېواد د آزادۍ لپاره وسلو، ټانکونو، هوايي ځواک او د هوايي او سمندري حملو ضد وسلو ته اړتیا لري.
پر اوکراین د روسیې د یرغل په تېرو سلو ورځو کې د ناټو غړو هېوادونو او په سر کې امریکا اوکراین ته وسلې، مهمات او مالي مرستې چمتو کړې دي.
د اوکراین دفاع وزیر وویل، چې کریملین غواړي دا جګړه اوږده کړي نو ځکه یې هېواد وسلو او مهماتو ته سمدستي اړتیا لري.