پاکستاني چارواکي: د طالبانو حکومت سره خبرو ته دوام ورکوو
پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرو ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار احمد پرون په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته وويل، چې پاکستان به د امن او باثباته سرحدونو د لرلو لپاره له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
عاصم افتخار احمد د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، خوندي پولې د ګاونډيو هېوادونو هم په ګټه دي او د ترهګرۍ پرضد مبارزه یو ګډ مسوولیت دی.
عاصم افتخار احمد زیاته کړه، چې اسلام اباد د ترهګرۍ او د پولې پورې غاړه د بریدونو د خطر په اړه، په پرله پسې ډول د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې دي او هیله لري چې د دغو اندېښنو د حل لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.