د میرویس نیکه کرکټ جام سیالۍ؛ نن څلور لوبډلې په خپلو کې لوبې کوي
د میرویس نیکه په نوم د کرکټ په درې ورځني جام سیالیو کې نن امو او سپين غر لوبډلې او بند امیر او مس عینک لوبډلې لوبې کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د رسنیو مسوول عبدالله پکتیاني نن ازادي راډيو ته وویل، چې د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ په لوبه کې امو د پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
په بله لوبه کې چې د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ پيل شوې، مس عینک لوبډلې هم د پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
پکتیانی وايي، په دې ۳ ورځنیو سیالیو کې د ۵ زونونو لپاره د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ قرارداد لرونکي او د تېرو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځینې غوره لوبغاړي لوبېږي، چې په دې سیالیو کې ګډون به یې د ټېسټ کرکټ یا د کرکټ د اوږدې بڼه په برخه کې د دوی وړتیاوې او مهارتونه ډېر کړي.
د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د ۵ زونونو د لوبډلو ترمنځ د کندهار ولایت په ۲ لوبغالو کې پیل شوي دي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.