Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبانو د جبري حجاب په اړه د حکمتيار وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

0
د طالبانو حکومت له خوا د جبري حجاب په اړه د حزب اسلامي د ګوند د مشر ګلبدین حکمتار تر تازه څرګندونو وروسته، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند ویلي ، چې نوموړی د معلوماتو له نشت سره مخ او له دیني درسونو لرې پاتې شوی. 


د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د جبري حجاب په اړه، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ورستیو څرګندونو ته غبرګون! 


وروسته له هغې، چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د جبري حجاب په اړه څرګندونې وکړې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "د حزب اسلامي غړو به په کابل او د پاکستان په شمشتو کمپ د هغو خویندو پر مخ تېزاب شیندل چې مخونه به یې لوڅ و."




عاکف مهاجر د شنبې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه دا هم ولیکل: "په شمشتو کمپ کې به یې هغه دوکانداران نیول، چې به غیر له محرم ښځې باندې به یې سودا خرڅوله او دوکان به یې بندولو."


نوموړي دا ادعا وکړه، چې حکمتیار د معلوماتو له نشت سره مخ دی او په خبره یې له دیني درسګاوو لرې پاتې دی.


خو مهاجر بیا شېبه وروسته دغه ټویټونه له خپلې پاڼې پاک کړل او تازه یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د حکمتیار خبرې د تبصرې وړ نه دي.


نوموړي دا هم وویل، چې په ټویتر یې لیکل شوي موارد شخصي نظر دی او د وزارت د رسمي دریځ څرګندويي نه کوي.


د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تیرې جمعې په ورځ د جمعې خطبې پر مهال ویلي، چې طالبان دې پر ښځو او نجونو ځانګړې جامې نه تحمیلوي.


هغه ویلي: "د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حجاب کې نه شاملېږي. د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارښتنه کوو چې مه داسې خاص ډول جامه پر افغانانو - مخصوصاً پر نجونو او ښځو تحمیلوئ چې نه په قران او سنت کې د هغې په اړه صریح نصح شته او نه یې د وجوب او تحریم په اړه کوم امر او نهی."


د حزب اسلامي مشر وايي، فشار او ګواښونو ته اړتیا نه شته او خلک باید قانع کړل شي.


له دې وړاندې د افغانستان یو شمېر مخورو شخصیتونو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د طالبانو له لوري د حجاب په اړه صادر شوي فرمان ته غبرګون ښودلی و.


نوموړي له یوې امریکايي رسنۍ (سي اين اين ) سره په مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو لخوا وړاندیز شوې جامې شرعي او دیني اړخ نه لري.


د طالبانو حکومت د روان لمریز کال په غويي میاشت کې د شرعي حجاب اړوند د لندي توضیحي او تطبیقي طرحې په نوم یوه طرحه خپره کړې، چې په دې طرحه کې چادري د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوې او په کې راغلي، هر ډول جامه چې بدن پټ کړي او چسپ نه‌وي، حجاب ګڼل کېږي. 




په دغه تطبیقي طرحه کې دا هم راغلي، کومې ښځې چې حجاب نه مراعتوي نو ولي به يې مجازات شي.


د یادونې ده، چې پر ښځو د طالبانو د حکومت له خوا د جبري حجاب موضوع ته له افغانستان بهر نړیوالو هم پراخ غبرګونونه وښودل او په دغه هېواد کې یې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله. 






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России