روس پلوو بېلتونپالو د اوکراين په ختيځ کې د روسي قوماندان وژنه تايد کړه
د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې روس پلوو بېلتونپالو تایید کړې چې د روسیې د پوځ یو جګپوړی قوماندان، تورنجنرال رومان کوتوزوف له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
په دونېڅک کې د روس پلوو بېلتونپالو د ډلې مشر دینیس پوشیلین نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې جنرال کوتوزوف په لوهانسک سیمه کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.
د لوهانسک د سیمې ځینې برخې هم د روس پلوو بېلتونپالو په ولکه کې دي.