ګرجستان کې له اروپايي ټولنې سره د غړیتوب په ملاتړ لاریون وشو
![ګرجستان کې له اروپايي ټولنې سره د غړیتوب په ملاتړ لاریون وشو](https://gdb.rferl.org/08090000-0a00-0242-87e0-08da52ee664a_w800_h450.jpg)
د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پرون په لسګونو زره کسانو په یوه اعتراضه لاریون کې په اروپایي ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب ملاتړ وکړ.
دغه اعتراضیه لاریون داسې مهال ترسره شو، چې اروپایي کمېسیون په دې ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب لپاره د دې هېواد کاندیدي وځنډوله.
ګرجستان هیله من و چې له مولداویا او اوکراین سره هممهاله به د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.
اروپایي کمېسیون دغه راز ویلي، چې د روان میلادي کال په وروستیو کې به په دې ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پر مسئلې بیا غور وکړي.