Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2022

افغانستان کې زلزله؛ ځیني خلک لا هم د خپلو کورنيو په 'مړو او ژونديو' پسې ګرځي

0
په افغانستان کې وروستۍ زلزلې لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې اوس هم ډېری کورنۍ د خپلو خپلوانو په مړي او ژوندي پسې لالهانده ګرځي.


عاقل خان چې د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ د اوچکي سيمې اوسېدونکی او د پوهنتون محصل هم دی، د کورنۍ يې ۲۷ غړي په زلزله کې مړه شوي دي.


نوموړي ازادي راډيو ته په ژړغوني غږ کيسه وکړه او ويې ويل، چې د سترګو مخ ته یې د کورنۍ غړي تر تورو خاورو لاندې شول او ځینې یې سخت ژوبل دي.


عاقل خان وایي، د دوی کلي په بشپړه توګه ویجاړ شو چې په‌کې اکثره مېشتې کورنۍ تر خاورو لاندې شوې دي او دومره څوک نه وه چې د خپلو مړو د جنازو او د قبرونو کېندنې ته رسېدلي وای.


نوموړي وويل: "د موږ کلي کې د ټولو نږدې سیمو همدا یوه هدیره ده، د دې لپاره چې ټولو کورنیو کې شهیدان شته له پرون راهیسې ټول د خپلو شهیدانو په دفن کولو بوخت دي، امکانات نه وه چې موږ قبرونه کېندلي وای ځکه وسایل مو ټول تر ویجاړو کورونو لاندې شوي، بیا مجبور شوو له ارګون او نور ولسوالیو او ولایتونو نه مو خلک راوغوښتل، بیا مو ډله ییز قبرونه جوړ کړل او شهیدان مو دفن کړل،




عاقل خان وایي د کورنۍ په وژل شویو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


دغه راز کوثر الدین هم چې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، په دې پېښه کې د ده پلار او ۲۶ نور خپلوان او کلیوال مړه شوي دي.


کوثر الدین وایي، دې غمیزې ترې لوری ورک کړی دی، ځاني او مالي درانه زیانونه دوی ته اوښتي دي.


نوموړي وويل: "زموږ کورنۍ کې مې پلار په شهادت ورسېده چې پرون پر دوو بجو مو دفن کړ، خو په کلي او خپلوانو کې مو ۲۶ کسان شهیدان شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې دا ټول یوازې زموږ د خپل کلي دي، خو په نورو هر کلي کې تر شلو او تر ۲۵ زیات خلک شهیدان دي، په دې ولسوالۍ کې تر اوسه یوازې درې نیم سوه شهیدان لرو."




دا زلزله ځپلی وایي د کورنۍ یو شمېر غړي یې ټپیان او کابل په ګډون د څو نورو ولایتونو ښارونو ته انتقال شوي، خو په دقیقه توګه ترې خبر نه دی چې څوک چېرې وړل شوي دي.


د چهارشنبې د سهار وختي زلزلې د افغانستان په پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، خو په پکتیکا او خوست کې یې په یو شمېر ولسوالیو کې کلي او کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او کورنۍ یې په یوه شپه له یو بل نه د تل لپاره بېلې کړې دي.


څوک د خپلو عزیزانو لپاره شېبه شمېري چې له خاورو راویستل شي، خو د چا چې راوېستل شوي ورته د قبرونو په کېندلو کې عاجز پاتې دي.




له ځینو بیا خپل ټپیان ورک دي چې مختلفو ولایتونو او ښارونو ته انتقال شوي دي.


په دې ولایتونو کې د پنجشنبې د ورځې تر غرمې د دغه راپور تر لیکلو پورې د زلزلې له امله د ۱۰۰۰ کسانو د وژل کېدو او له پنځلس سوو نه د زیاتو ټپیانو راپورونه ورکړل شوي خو د سیمې اوسېدونکي یې تر دې هم لوړې یادوي.


خپلواکو سرچینو دا ارقام نه‌دي تاييد کړي.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان ازادي راډیو ته ویلي، د ژغورنې عملیات روان دي او د وژل شویو او ټپیانو وروستی او کره شمېر لا نه‌دی معلوم.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России