د اټومي موافقې په خاطر ايران امريکا سره خبرو ته چمتووالی ښودلی
ایران وايي، د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا احیا کولو په برخه کې د وروستیو خنډونو د لرې کولو په خاطر له امریکا سره نورو غیر مستقیمو خبرو ته چمتو دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي پرون (د جون ۳۰) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د ایران مذاکره کوونکی ټیم یوې هوکړې او نتیجې ته د رسېدو لپاره رغنده تعامل ته چمتو دی.
تخت روانچي دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې په قطر کې د ایران او امریکا تر منځ خبرې ناکامه شوې. ایران او امریکا یو بل د دغو خبرو اترو په نه پرمختګ کې پړ بولي.
واشنګټن ویلي چې ایران غیر مرتبطې مسلې راپورته کوي خو تهران وايي د ایران د اقتصادي ګټو په نه تضمین سره امریکا د خبرو لپاره لوی خنډ جوړوي.