هوګو شارتر دوحه کې له طالب چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړي
د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر هوګو شارتر په دوحه کې له طالب چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړي.
شارتر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره بېګا کتلي او په خپل ټوېټر باندې یې لیکلي چې له متقي سره په خبرو کې یې د هغو بشري همکاریو یادونه وکړه چې برېټانیا یې د وروستۍ زلزلې ځپلو سره کوي.
هغه همدا راز ویلي چې خلکو ته د اساسي خدماتو، د سیاسي ټولمشولیت پر اهمیت، بشري حقونو ته د درناوي او تعلیم ته د ټولو نجونو د پرېښودولو پر مساییلو مهم بحثونه وکړل.
له امیرخان متقي سره د هوګوشارتر د لیدنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي هم څو ټویټونه کړي او یادونه یې کړې چې د برېټانیا استازي له زلزه ځپلو سره د درې نیم میلیونو پونډو عاجله مرسته اعلان کړه.