د ننګرهار په روداتو کې چاودنه شوې
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې یوې دیني مدرسې ته د لاسي بم غورځولو پېښه کې د دې مدرسې ۸ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ازادي راډیو ته په استول شويو معلوماتو کې ویلي چې نامعلومو کسانو بېګاه شپه شااوخوا یوه بجه د روداتو ولسوالۍ د زینو کلي حضرت عثمان ذوالنورین په نامه مدرسې ته لاسي بم غورځولی چې له امله یې په دغه مدرسه کې مېشت ۸ زده کوونکي یې ټپیان کړي دي.
د زابلي د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
په ټپیانو کې د یوه کس وضعیت نازک ښودل شوی دی.
تراوسه معلومه نه ده چې پېښه د چا له خوا او ولې شوې خو د ځایي امنیتي مسؤلانو په خبره، په دې اړه څېړنې او د عاملانو د نیولو هڅې یې روانې دي.