پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۷۷ تنه مړه شوي دي
په پاکستان کې د وروستیو سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۷۷ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان د چاپېریال ساتنې مرکزي وزیرې شیري رحمان پرون (چهارشنبه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، تر ټولو ډېر کسان په بلوچستان ایالت کې مړه شوي چې شمېر یې ۳۷ تنو ته رسېږي.
د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیرې دا ډول طبیعي پېښې له اقلیمي بدلون سره تړلې وبللې.
هم مهاله د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هم د ورښتونو او سېلابونو له امله يو شمېر خلک مړه او ژوبل شوي دي.