مارکس پوتزل افغانانو ته له سولې او مينې د ډک اختر لرلو هيله ښودلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي د اختر په مناسبت د ښاغلي پوتزل پيغام د خواله رسنیو له لارې خپور کړی دی.
په دې پیغام کې پوتزل، چې د یوناما سرپرست مشر هم دی ویلي دي، ملګري ملتونه د سوکاله راتلونکې، ثبات او تلپاتې سولې د ترلاسه کېدو په هڅو کې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه کوي.
نن د عرفې ورځ ده او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ.
