يونسيف: باميان ته بېځايه شوې کورنۍ ور روانې دي
محمد ایویا تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، دغو بېځایه شویو کسانو ته چې ماشومان هم په کې شامل دي، د دوی ډلې پر غرونو تر ۴ ساعته پلي مزله وروسته ځانونه رسوي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د نښتو له کبله ۲۷زره کسان بېلابېلو سیمو ته بېځایه شوي دي.
ښاغلي ایویا لیکلي یونیسف هلته هم د ښځو او ماشومانو په خاطر حضور لري او هېڅکله به دوی خپلې چارې ونه دروي.
