Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2022

د بشري حقونو د تامين برخه کې د طالبانو رييس الوزرا څرګندونو ته غبرګونونه ښودل شوي

0
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا هغو څرګندونو غبرګونونه راپارولي چې ګواکې افغانستان کې ټول بشري حقونه تامین او دوی د خلکو دنیوکو او پوښتنو د اورېدو زغم لري.


محمد حسن اخند دا څرګندونې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر لمونځ پر مهال ولس ته په وینا کې کړي.


د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخند پرون د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر لمونځ پرمهال خلکو ته په وینا کې د یوې تګلارې په یادولو وویل چې "ټول خلک هغه که د دوی دوست وي که دښمن" خپلې نیوکې او ستونزې ورسره شریکې کولای شي تر څو دوی یې حل کړي.


محمد حسن اخندزاده دا هم وویل چې دا مهال په افغانستان کې د دوی تر واکمنۍ لاندې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول بشري حقونه تامین دي _هغه څه چې د ځینو افغانانو او بشري حقونو فعالینو نیوکې او غبرګونونه یې راپارولي دي.


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند وایي، دا مهال په افغانستان کې په پراخه اندازه له بشري حقونو سرغړونې کېږي چې د طالبانو حکومت دا ادعاوې پرې ردېږي.


نوموړي وويل: "په ټوله کې دا ویلی شو چې د طالبانو دا اوسنی حکومت له بشري حقونو د سرغړاوي ډېر غټ مثالونه لري، دا نه شو تاییدولی چې د دوی داحکومت دې د بشري حقونو له اړخه ښه وي او یا دې هم د خلکو هغه بشري حقونه چې اسلام ورته ورکړي، تامین وي."




ښاغلي مومند له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو بندوالی، د ښځو پر کار بندیزونه په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د کسانو له لوريد پخوانیو پوځیانو صحرایي محکمو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید د دغو ډول کړاوونو د حل او مخنیوي په اړه خپلې تګلارې مشخصه کړي.


خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو تل د پخوانیو پوځیانو د صحرایي محکمو راپورونه رد کړي دي.


بلخوا د ښځو د حقونو ځینې فعالینې وایي طالبان باید د نمایشي څرګندونو پر ځای په واقعي ډول د خلکو غږ واروي.


د ښځو د حقونه فعاله نفسیې دانش ازادي راډیو ته وویل: "هغه لویه معضله چې د دوی حکومت ننګولی شي هغه د ښځو د حقونو تامینول او د ښوونځیو نه پرانیستل دي، دوی د کاري زمینه برابرول دي، په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ لپاره د حل لارو موندل او بشري حقونو تامنیول هغه څه دي چې د دوی حکومت یې باید ترسره کړي."




د پوهنتون استاد عبدالله احمدزی بیا وایي طالبان ادعا کوي چې د دوی حکومت د خلکو ستونزې اوري خو نیوکه کوي چې دا مهال په اکثرو دولتي ادارو کې یوازې د طالبانو کسان په کار بوخت دي چې په خبره یې هغه هم مسلکي نه دي.




نوموړي وويل: "اسلامي امارت په خپل حکومت کې ټول خپل کسان ګمارلي، چې هغوی په خپلو چارو کې تخصص نه‌لري، په دې موده کې چې دوی څومره ګمارنې کړي ښایي پنځلس یا شل سلنه یې مسلکي کسان وي نور ټول غیر مسلکي کسان یې ګمارلي."


ښاغلی احمدزی وایي که طالبان غواړي ولس یې له حکومتولۍ راضي وي باید د ټولو وګړو حقونه ورکړي.


له دې مخکې د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه ډول نیوکو په غبرګون کې ویلي وو چې په خپلو ګمارنو کې یې د نورو مواردو تر څنګ تخصص هم په پام کې نیولی دی.


طالبان داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې تر دې مخکې څو ځوانان ان پر فېسبوک د انتقادي لیکنو له امله بندي کړل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبان د حکومت چارواکو ویلي د وخت په تېرېدو هڅې کوي د خلکو لپاره د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي خو نیوکې دا دي چې له تېرې نږدې یوولس میاشتو راهیسې ددوی له لوري پر خلکو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو محدودیتونه زیات شوي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России