سراجالدین: نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله يوو
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وايي، دوی له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله دي.
هغه دا خبره پرون د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراجالدین حقاني له قوله لیکلي، دوی د نړۍ د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نهدی او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو ظرفيت لري.
هغه دا هم ویلي، چې نړۍ دې افغانستان سره خپلې مرستې او تر خوا یې پروژې بېرته پیل کړي.
هغه وویل:"دنیاوال دې دا غږ واوري، کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي، پروژې دې بېرته فعالې کړي، زلزله ځپلو سره چې کومو بنسټونو کُمکونه کړي و، کومو دولتونو کُمکونه کړي وو، یا چې په دې سېلابونو کې کمک کړی، موږ ډېر ورځنې ممنون یوو، د مرستو او کُمکونو توجه دې، دې لوري ته راوګرځوي."
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لهخوا د دیني عالمانو په نوم په جوړه شوې غونډه کې د دوی مشر هبتالله اخندزاده ویلي و، دوی به د بهرنیو فرمایشات ونه مني، خو د اختر په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې یې بیا له نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتنه کړې وه.