د اوکراین لوی څارنواله له دندې د ګوښه کېدو په غبرګون بیان ورکوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لوی څارنواله ایرینا وینیدیکتووا او د امنیتي خدماتو د ادارې رییس ایوان باکانوف له روسیې سره د دې دوو ادارو د چارواکو د اړیکو د لسګونه قضیو په خاطر له دندې ګوښه شوي دي.
خو مېرمن وینیدیکتووا پرون دوشنبې پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل، چې په دې اړه یې له هېچا سره بحث نه دی کړی او د یوه ساده دلیل په خاطر چې دا یې وخت نه دی په دې اړه په عام محضر کې له څه ویلو ډډه کوي.
