ملګرو ملتونو د خوست ښځو لپاره د روغتیايي تجهیزاتو بستې ترلاسه کړې
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن سې شنبه په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، په دغو بستو کې د خوندیتوب اساسي وسایل شامل دي، چې په عاجلو حالاتو کې د ښځو او نجونو ځانګړې اړتیاوې پوره کوي.
د خوست تر څنګ په پکتیکا کې زلزله ځپلي کسان وايي، چې لا هم عاجلو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
