کرستيانو رونالدو نن د منچسر يونايتد لوبډله کې د پاتې کېدو په اړه پرېکړه کوي
۳۷ کلن پورتګالي کرستیانو رونالدو وړاندې له دې ویلي چې غواړي د روان کال په مني کې له منچستر یونایتد سره مخه ښه وکړي او د فوټبال څو وتلو کلپونو هم ورته وړاندیز کړی.
خو د منچستر یونایتد مدیر اریک تین هاګ ویلي، چې دوی به رونالدو له لاسه ورنهکړي.
تین هاګ ویلي، چې له کرستیانو رونالدو سره د نن شپې له خبرو مثبته تمه لري او هڅه یې دا ده چې هغه د منچستر یونایتد لپاره لوبې ته دوام ورکړي.
کرستیانو رونالدو په تېرو څو اونیو کې د تایلند او استرالیا د سفرونو په ګډون، د منچستر یونایتد په ګڼو تمریني لوبو کې هم ګډون نه دی کړی.
