Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2022

سيګار: امريکا د افغان امنيتي ځواکونو پر معاشاتو ۲۳۲ ميليونه ډالر بې له محاسبې لګولي

0
سیګار وايي، د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشانو لپاره ۲۳۲ میلیونه ډالر بې له محاسبې او په داسې ډول مصرف کړي چې د لګښت په اړه یې پوښتنې شته.


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي راپور چې پرون خپور شو لیکي، له دې امله چې د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشانو د ورکړې په برخه کې له خپل څارونکي سیسټمه سمه ګټه نه‌ده اخيستې، اوس دا اداره د دې توان نه‌لري چې معلومه کړي چې دا میلیونونه ډالر چېرته مصرف شوي دي.


داسې مهال چې سیګار له دې وړاندې په خپلو راپورونو کې د جمهوري نظام پر مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو او پولیسو په اړه لیکلي و، خو دا اداره خپل یو نوي راپور کې چې پرون خپور شو، دې ځواکونو ته د معاشانو په ورکړه کې د فساد خبره کوي.


سیګار وايي، د امریکا دفاع وزارت په دوامدار ډول د افغان کارکوونکو معاشات په سیسټم کې له محاسبې پرته ورکړي او دا پیسې غیر مسوول کسانو تر لاسه کړي دي.




د سیګار په راپور کې راغلي، سره له دې چې د امریکا دفاع وزارت هڅه کوله، ډاډ تر لاسه کړي چې ایا دا معاشونه په سم ډول ور کول کېږي که نه، خو بیا هم معاشونه د خیالي سرتېرو په نوم ورکړل شوي، خو د دفاع وزارت د کارکوونکو حق نه‌دی ورکړل شوی دی.


سیګار وايي، له دې دا پایله تر لاسه کېدای شي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پرسونل په اړه کره ارقام نه‌درلول، داسې مهال چې له وړاندې شمېرې وې چې ښودله یې، په دې وزارت کې ټول څومره پرسونل شته.


د سیګار له قوله، داسې شواهد شته چې ښېي د افغانستان د ملي دفاع وزارت کارکوونکو ته په دقیق ډول معاش نه‌دی ورکړل شوی، خو د ۲۰۲۱ کال تر اګسټه چې جمهوري نظام سقوط شو، په دوامداره ډول د امریکا ملي دفاع وزارت میلیاردونه ډالر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره غوښتي دي.


سیګار په خپل راپور کې لیکي، د امریکا دفاع وزارت پر دې هم اعتراف کړی چې د افغانستان د وخت مالیې وزارت بودجه بې له دې چې په ارقامو کې بدلون راولي او د دوی له اجازې او یا هم حضور پرته په داسې ډول چې د منلو نه وه، نهایې کړې ده.




د سیګار په خبره، د امریکا کانګرس په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې امر وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته باید معاشات د یوه سیسټم له لارې ورکړل شي، خو داسې مهال چې د دې سیسټم په جوړېدو ۶۴ میلیونه ډالر ولګېدل، خو هغه ډول چې اړینه وه ترې ګټه نه ده اخسيتل شوې.


د سیګار د راپور له مخې، د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګسټه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر نسکورېدو پورې، متحده ایالاتو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هر کال له ۳ میلیارد ډالرو څخه زیاتې پیسې لګولې.


په راپور کې راغلي، د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د امنیتي ځواکونو د بودجې د تخصیص لپاره کانګرس ته په خپلو کلنیو غوښتنو کې ویلي، دا مرستې د افغان حکومت د وړتیا لپاره حیاتي دي، څو دوی د طالبانو او نورو دولت ضد ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره د اغېزمنو وسله‌والو ځواک چمتو کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России