Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2022

د روسيې پوځ: وروستيو توغندويي بريدونو کې د اوکراين پوځ ته درانه زيانونه رسېدلي

0
د روسیې پوځ وایي، په وروستیو توغندویي بریدونو کې یې د اوکراین په ادیسه او میکولاییف ښارونو کې د اوکراین پوځ ته درانه زیانونه رسولي خو کییف وايي، په دغو بریدونو کې خصوصي ودانۍ او بندري تاسیسات په نښه شوي دي.


په داسې حال کې چې روسیې پرون هم د اوکراین پر بندري ښار ادیسه او میکولاییف هوايي بریدونو ته دوام ورکړ، د مسکو ملاتړیو بېلتون غوښتونکو ادعا کړې چې د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې سویت لودارسک ښار ته نژدې یې د اوکراین د ډبرو سکرو د برېښنا د تولید د دوهمې لویې فابریکې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.


روسیې په دغو دوو ښارونو کې په بریدونو کې خصوصي ودانۍ او بندري تاسیسات په نښه کړي دي.


د روسیې ملاتړو بېلتون غوښتونکو له خوا په رسنیو کې داسې انځورونه لاس په لاس کېږي چې په‌کې د خصوصي واګنیر ډلې په نوم د روسیې اجیران د دغې فابریکې د اداري ودانۍ په مخ کې ولاړ دي. دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌ده تایید شوې.




د برېتانیا دفاع وزارت نن په خپل خبري بولیټن کې وویل، داسي ښکاري چې د واګنیر قراردادیان د ووهلیهیرسک فابریکې او هغې ته نژدې کلي د نوولوهانسکې په شاوخوا کې تکتیکي پرمختګ کړی دی او وایي داسې برېښي چې له سیمې یو شمېر اوکرایني ځواکونه وتلي.


خو دایې نه‌ده تایید کړې چې پر دغې فابریکې دې روسي بېلتون غوښتونکو کنټرول ټينګ کړی وي.


د اوکراین د وسله والو ځواکونو درستیزوالۍ په خپل ماښاماني راپور کې پرته له دې چې د دغې فابریکې یادونه وکړي، ویلي چې د سیمیهیریا کلي شاوخوا کې جګړه روانه ده.


د اوکراین د وسله والو ځواکونو درستیزوالۍ دغه راز ویلي چې اوکرایني ځواکونو په دونیڅک او خارکییف سیمو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې حملې په شا تمبولي دي.


د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل، روسي الوتکو په دونیڅک کې زیاتسیف کلي ته نژدې د اوکراین د پوځ سنګرونه په نښه کړي دي.




کوناشینکوف دا هم وویل چې د روسیې د توغندیو بریدونو په نتیجه کې د اوکراین جنوبي ښار میکولایف ته څېرمه د اوکرایین د توپخانې جزوتامونو ته درانه زیانونه اړول شوي دي.


خو د اوکراین پوځ ویلي چې روسیې په دې ښار او ادیسه کې په وروستیو بریدونو کې خصوصي ودانۍ او بندري تاسیسات په نښه کړي دي.


په جنوب کې د اوکراین د عملیاتو قومندانۍ په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې په ادیسه کې هغو ودانیو کې چې توغندي پرې لګیدلي اور لګېدلی او په میکولاییف سیمه کې هم بندري تاسیسات په نښه شوي چې دا له هغه تړون سره په تضاد کې دي چې له مخې یې د تور سمندرګي له بندرونو اوکراین ته اجازه ورکول کېږي خپلې غلې دانې صادرې کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России