Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

طالبانو ولې هغه کور محاصره کړی چې د القاعده شبکې مشر په‌کې ووژل شو؟

0
طالبانو ولې هغه کور محاصره کړی چې د القاعده شبکې مشر په‌کې ووژل شو؟

د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته اوس یو شمېر امریکایانو په افغانستان کې د القاعده د نورو مشرانو موجودیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده.

ایمن الظواهري د القاعده دننه یوه وسله واله ځانګړې څانګه د افغانستان او د هند د ټولې نیمې وچې لپاره ګمارلې وه.

د پلازمېنې کابل په شېرپور کې هغه کور چې د امریکایانو په وینا د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په‌کې وژل شوی دی، نن طالبانو محاصره کړی دی او خبریالان د دې کور شاوخوا سیمه کې نه پرېږدي.

رویټرز اژانس لیکي چې ایمن الظواهري چې پر سر یې امریکا پنځه ویشت میلیونه ډالر جایزه ټاکلې وه، کلونه کلونه د افغانستان په غرونو رغونو کې پټ شو او اخر په پلازمېنه کابل کې په یوه لوکس کور کې چې هلته د طالبانو مشران هم اوسېدلي دي، ووژل شو.

دغه ځای د امریکا او د ناټو د غړیو هېوادو له سفارتونو څو کیلومتره لرې دی.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره شپه د یو اویا کلن الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

نوموړي وويل: "د شنبې په ورځ زما په لارښوونه، د امریکا متحد ایالتونو په بریالیتوب سره په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې په دې حمله کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو."

د امریکایي رسنیو په وینا د برید پر مهال د الظواهري مېرمن، د هغه لور او زامن هم له ده سره و، خو د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې په دې حمله کې د الظواهري د کورنۍ غړیو ته زیان نه دی اوښتی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي سي این این تلوېزیون ته نن وویل چې القاعده شبکه لاهم په افغانستان کې شته خو پراخه نه ده.

په همدې اړه ازادي راډیو په امریکا کې له ډیموکراسۍ څخه د دفاع په تحقیقاتي مرکز کې د جګپوړي څېړونکي بیل رجیو نظر وپوښت، نوموړي وويل: "د ایمن الظواهري حضور د افغانستان په زړه کې، د طالبانو په پلازمېنه کابل کې دا څرګندوي چې الظواهري یوازې په کابل کې پناه نه وه اخیستې دی هلته یوه شبکه لري او دا واضح کوي چې د القاعده نور مشران تر نن پورې په افغانستان کې پناه ځای لري."

ایمن الظواهري د افغانستان او د هند د ټولې نیمې وچې لپاره یوه جبهه اعلان کړې وه.

نوموړي خپل پيغام کې ويلي وو: "ټولو مسلمانانو ته په ټوله نړۍ کې دا څرګندوم په ځانګړي ډول د هند په نیمه وچه کې چې د خدای پاک په فضل نوې څانګه؛ د القاعده د جهاد ډله اعلانوم."

رویټرز اژانس د طالبانو د یوه چارواکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، خبر ورکړ چې الظواهري په دوه زره لومړي کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر برید وروسته د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې په غرونو کې پټ شو او بیا یې پاکستان ته تګ راتګ کاوه خو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دې ویلي.

په دوه زره شپږم کال کې د پاکستان دننه د باجوړ په ډمډوله کلي کې بې پیلوټه امریکایي الوتکې یو کور په نښه کړ او سي ای اې داسې اطلاعات ترلاسه کړي و چې الظواهري په دې کور کې دی خو وروسته معلومه شوه چې په دې برید کې لږ تر لږه اتلس کلیوال وژل شوي وو او الظواهري ته زیان نه دی اوښتی.

اسوشیټد پریس اژانس په یوه راپور کې څرګنده کړې ده چې په پلازمېنه کابل کې د یوه کور په بالکوني کې د الظواهري د وژلو پېښه به د طالبانو هغه هڅې نورې هم کمزورې کړي چې د نړیوالو د په رسمیت پېژندلو لپاره یې کوي.

طالبانو په دوه زره شلم کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکایانو سره ژمنه کړې وه، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي دوی به یې په ځواب کې القاعده شبکې په افغانستان کې پرې نه ږدي او د دې ډلې غړیو ته به پناه ورنه کړي.

د امریکا د مرکزي استخبارتو پخواني مشر ډیویډ پټرایس وویل چې د الظواهري د وژلو له پېښې دا واضح شوه چې لاهم د القاعده او طالبانو ترمنځ نږدې اړیکې شته.

پتیرایس دا هم وویل چې طالبانو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته له پناه ورکولو درس وانه‌خیست.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о реализации программы реновации в районе Филевский Парк





Москва

«ИМЕНЕМ ЗАКОНА»: «СВЯТОЙ ЛЕНИН» ОТМЕНЯЕТ НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ НАРОДА!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Мэр Москвы расширил финансовую поддержку бизнес-ангелов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Джазовый оркестр Бутмана выступит в Китае




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым

Эксперт оценила развитие района Филевский парк

Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве


Ролан Гаррос

Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сеть клиник «Будь Здоров» подвела итоги первого квартала 2024 г.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России