نن د افغانستان او تاجکستان د فوټبال لوبډلې سیالي لري
د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوې خبر پانه کې ليکلي، چې دغه سيالۍ د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پيلېږي.
افغان لوبغاړو تېره ورځ له قرغزستان سره په لوبه کې ۰ - ۱ ماتې وخوړه.
د معلوماتو له مخې افغانستان له تاجکستان وروسته ايران او بيا ازبکستان سره لوبې لري.
دغه سيالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کېږي.
