رسنۍ: تراوسه شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانان جرمني ته کډه شوي
جرمنۍ ویلټ ورځپاڼې د دې ادارې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، جرمني د ۲۳۶۱۴ تنه افغانانو او د هغو د کورنیو د غړو د منلو ژمنه کړې وه.
د ورځپاڼې د راپور له مخې تراوسه ۱۷۵۵۶ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي دې هېواد ته ننوتي دي.
د چارواکو په وینا ۵۱۴۱ تنه افغانانو چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځ سره په ملکي برخو کې یا د ژباړونکو په توګه کار کاوه ویزې ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۳۷۵۶ کسان په جرمني کې استوګن دي.
