افغان کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ ایرلنډ سره شل اوره سیالۍ پیلوي
ټاکل شوې ده، چې لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ وکړي او بیا د اګسټ تر اوولسمې له کوربه ایرلنډ سره د شل اورونو څلور نورې لوبې ترسره کړي.
له هغه ځایه به افغان لوبډله عربي متحد اماراتو ته سفر وکړي او د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې به برخه واخلي.
په دې جام کې به د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا ملي لوبډلي سیالي سره وکړي.
